Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اردوغان: په سوریه کې مو د داعش ډلې مشر وژلی

کابل (پژواک، ۱۱ غويی ۱۴۰۲): ترکیه وايي، په سوريه کې یې د داعش ډلې مشر ابوالحسین القرشي – چې له ډېرې مودې راهيسې د ترکيې د استخباراتو تر تعقیب لاندې و- وژلی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تېره ورځ د دغه هېواد له ټي‌ار‌ټي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې القرشي د سوریې شمال ادلب ولایت کې د تېرې شنبې په ورځ د ترکي استخباراتو له لوري په عملیاتو کې وژل شوی دی.

هغه زياتوي: «ترکي استخبارات «اېم‌ای‌ټي» له ډېرې مودې راهیسې د القرشي په لټه کې وو.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اردوغان ویلي چې د «ترهګرو» ډلو پر ضد عملیاتو ته دوام ورکوي.

د راپورونو له مخې، اسلامي دولت یا داعش ډلې په تېره نومبر میاشت کې په جګړه کې د دغې ډلې د مخکني مشر ابوالحسن الهاشمي القرشي وژل کېدل تایید کړي وو او له هغه وروسته ابو الحسین القرشي ځان خلیفه اعلان کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، د داعش مشر ابوبکر البغدادي هم د ۲۰۱۹ کال اکتوبر کې د سوریې شمال ادلب کې وژل شوی و.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.