ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ په افغانستان کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان وو

تېره اونۍ په افغانستان کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان وو

author avatar
15 Apr 2023 - 16:03
تېره اونۍ په افغانستان کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان وو
author avatar
15 Apr 2023 - 16:03

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۲): تېره اونۍ، یوناما د م.م په دفترونو کې د افغان ښځو پر کار بندیز ناقانونه وباله، د سمرقند غونډې په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو او د قطر ناستې بیا افغانستان کې د ستونزو پر سوله‌ییز حل ټینګار وکړ.

د اونۍ مهم خبرونه:

  • د سمرقند غونډه: په افغانستان کې دې ټولګډونه حکومت جوړ شي.
  • ویسټ: د قطر ناستې ګډونوالو په افغانستان کې له «جګړې» سره مخالفت اعلان کړ.
  • ترکیې او جاپان د افغانستان له سرپرست حکومت سره پر تعامل ټینګار وکړ.
  • اروپایي ټولنې او جرمني د ملګرو ملتونو په ادارو کې د افغان ښځینه کارکوونکو پر بندیز نیوکې وکړې.
  • یوناما: د م.م په ادارو کې د افغان ښځینه کارکوونکو بندیز ناقانونه دی؛ مجاهد: دا د افغانستان داخلي ارزښتي موضوع ده چې باید درناوی یې وشي.
  • ۴۰ میلیون ډالر نااعلان شوې نغدي مرسته کابل ته راورسېده.
  • قزاقستان له افغانستان سره د ۸۱ واګونه خوراکي توکو مرسته وکړه او هند افغانستان ته شل زره ټنه غنم رالېږي.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان وو.

د اسلامي امارت ویاند ذبيح‌الله مجاهد ویلي و چې امنيتي ځواکونو په کابل ښار کې د داعش ډلې دوه غړي وژلي دي. دغه‌راز، د نيمروز ولایتي چارواکو ویلي چې امنيتي ځواکونو په دغه ولايت کې د داعش ډلې دوه غړي وژلي دي.

تېره اونۍ، د افغانستان د دفاع وزارت وویل چې د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د یوه قوماندان په ګډون اته وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، ناپېژاندو وسله‌والو په کابل کې د میدان‌وردګو د پخواني والي مظفرالدین یمین زوی، په بدخشان کې د يوه روغتيايي مرکز مشر، په خوست کې يو صراف، په کندهار کې يو ځوان، په تخار کې د نسایي ولادي څانګې یوه ډاکټره وژلي او په کاپیسا کې د یوه ۶۵ کلن سړي مړي موندل شوی دی.

راپورونه ښيي، تېره اونۍ د ناچاودو توکو د چاودنې له امله په غزني کې دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، همداراز په کندهار او ننګرهار کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان وو.

ځايي چارواکي وايي، په کندهار کې د «وسله‌والو غلو» او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې په ترڅ کې یې یو غل وژل شوی، په کاپيسا کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي، په غور کې د قومي شخړې له امله نهه کسان ټپيان شوي او په فارياب کې د يوه کس په ډزو کې يو تن وژل شوی او بل ټپي دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۲۱ کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د افغانستان په تړاو د سمرقند غونډه

تېره پنجشنبه (د وري ۲۴مه) د ازبکستان په سمرقند ښار کې د افغانستان په تړاو، د روسيې په مشرۍ دوه ورځنۍ غونډه ترسره شوه چې د افغانستان، ازبکستان، چین، ایران، ‌پاکستان، روسیې، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو پکې ګډون کړی و.

د غونډې په اعلامیه کې د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتل شوي چې په افغانستان کې دې ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي، د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي او ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف له خپل افغان سیال سره د يادې غونډه په څنډه کې د لیدنې پر مهال ویلي چې د افغانستان اړوند مسایلو کې باید افغانستان حضور ولري او د دغه هېواد له حضور پرته د افغانستان په اړه خبرې کول ګټه نه کوي.

په ياده غونډه کې، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي ویلي چې په افغانستان کې بې‌ثباتي د هېڅ هېواد په ګټه نه‌ ده او اسلامي امارت د یوه مسوول حکومت په توګه چمتو دی چې په سیمه کې خپل مسوولیتونه ترسره کړي.

په ورته مهال چین، روسیې، ایران او پاکستان په یوې ګډې اعلامیه کې افغانستان کې له سولې او ټيکاو، اقتصاد او پانګونې ملاتړ کړی او ويلي يې دي چې د افغاستان ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکي او حاکمیت ته درناوی کوي.

يادو هېوادونو د افغانستان له سرپرست حکومته د هغو ډلو پر ضد د کلکې مبارزې غوښتنه کړې چې دغه هېوادونه یې خپلې خاورې او امنیت ته خطر ګڼي.

متقي بیا د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د سیمې او یا د نړۍ د کوم هېواد پرخلاف وکاروي او یا په افغانستان کي د نشه‌يي توکو کښت یا قاچاق وکړي.

دغه راز، متقي د سمرقند غونډې  ګډونوالو ته ویلي: «د افغانستان په تړاو د سیمې د هېوادونو سیاستونه باید د منفی تبلیغاتو او د مخالفو قدرتونو د لومو ښکار نه شي، بلکې دغه هېواد ته د خپلو ملي ګټو، منطقوي امنیت، ثبات او اقتصادي اتصال له زاویې وګوري.»

د راپورونو له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزير د سمرقند تر ناستې وروسته خبري ناسته کې ویلي چې امریکا په افغانستان کې په سیاسي او نظامي توګه ماتې خوړلې، د ترهګرۍ په نوم مبارزې سره ترهګري نوره هم زیاته شوې او متحده ایالتونه باید په افغانستان کې له خپلو ناکامیو څخه عبرت واخلي.

د ټام ويسټ سفر او د قطر ناسته

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازی ټام ویسټ  قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې ته په سفر روان شوی او د اپرېل له ۱۱مې تر ۱۸مې به هلته له ځايي چارواکو، افغان سیاستوالو، سوداګرو او د افغانستان مدني ټولنې له مسوولینو سره پر وروستیو حالاتو خبرې وکړي.

ویسټ د وري په ۲۵مه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني سره یې په دوحه کې د ليدنې ترڅنګ د افغانستان له یو شمېر سیاسي مشرانو، د مدني ټولنې له غړو او پخوانیو چارواکو سره ناسته کړې او د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې دي.

ویسټ وایي، قطر او امریکا د افغانانو ملاتړ او د هغوی له حقونو دفاع کوي.

ويسټ ویلي چې د یادې ناستې ګډونوالو په افغانستان کې له «جګړې» سره خپل مخالفت اعلان کړ او په دغه هېواد کې د حل‌لارې په توګه له خبرو اترو څخه ملاتړ وکړ.

همداراز، د افغانستان د تېر حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په خپل ټویټر کې لیکلي چې له ټام ویسټ سره یې لیدلي او دواړو په افغانستان کې د نجونو زده‌کړو پر بیا پیلېدو د ټینګار ترڅنګ ښځو ته د هغوی حقونو ورکولو غوښتنه کړې ده.

له اسلامي امارت سره تعامل

د ترکیي د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو له خپل روسي سیال سره د ليدنې پر مهال ویلي، له دې پرته چې د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني له کابل سره به تعامل ته دوام ورکوي.

تېره اونۍ، په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اکادا د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په ليدنه کې ویلي چې د متفاوتو نظرونو له شتون سره سره یې هېواد له افغان چارواکو سره د تعامل پلوی دی.

دغه‌راز، متقي بيا په هغه مېلمستیا کې چې د ازبکستان، قزاقستان، قرغیزستان، ترکیې، پاکستان، ایران او اندونیزیا سفیرانو، د یو شمېر نورو هېوادونو ډیپلوماتانو او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا انتبایوا، د یوناما مرستیال او د اغاخان بنسټ د افغانستان رئيس برخه اخیستې وه؛ ویلي چې په تېرو شلو میاشتو کې له هېوادونو سره اړیکې او تعامل ښه وو او هیله‌من دی چې شته ستونزې هم په تدریج سره حل شي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د ښځو پر کار بنديز

وړمه اونۍ اسلامي امارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د افغان ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز ولګاوه. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) بيا تردې وروسته په افغانستان کې خپلو کارکونکو ته وویل چې تر بل امر پورې دې خپلو دندو ته نه ځي.

تېره اونۍ، اروپایي ټولنې ګواښ کړی چې که د ملګرو ملتونو په ادارو کې د افغان ښځو پر کار بندیز لرې نه شي، دوی به له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام بیا کتنه وکړي.

د افغانستان لپاره د جرمني سفارت هم د ښځو پر کار بندیز د بشري حقونو نقض بللی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د ښځو بشپړ پیاوړي کول د پایداره راتلونکې لپاره مهم دي.

دغه‌راز، یوناما ويلي چې د افغانستان د سرپرست حکومت یاده پرېکړه نه شي منلی؛ ځکه چې د دغه سازمان د منشور او نړۍوالو قوانینو له مخې غیرقانوني ده. یوناما ویلي چې د راتلونکي بشري وضعیت مسوولیت به د افغان چارواکو پر غاړه وي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په هېواد کې د ملګرو ملتونو ادارو کې پر افغان ښځینه کارکوونکو د بندیز په غبرګون کې د یوناما د څرګندونو په اړه ویلي، دا د افغانستان داخلي ارزښتي موضوع ده او بايد ټول لوري ورته درناوی وکړي.

هغه زياته کړې، اسلامي امارت نه غواړي چې ملګرو ملتونو ته خنډونه ايجاد کړي او د افغانستان د بشري وضعیت مسوولیت هغو لورو ته ورګرځي چې پر افغانستان یې بندیزونه لګولي دي.

د بشري مرستو دوام

له یوې میاشتې راهیسې کابل ته د بشري مرستو رارسېدو خبر نه و ورکړل شوی، خو د افغانستان بانک یوه سرچینه وایي چې تېره اونۍ د مرستو څلوېښت میلیون ډالري کڅوړه کابل ته راورسېده. د دغې مرستې د رارسېدو خبر خپور نه شو. له دې مرستې سره له افغانستان سره د دغو مرستو کچه دوه میلیارد او دېرش عشاریه څلور میلیون ډالرو ته رسېږي.

قزاقستان له افغانستان سره د ۸۱ واګونه خوراکي توکي چې غوړي، وریجې او د ماشومانو لپاره وچې شیدې په کې شاملې دي، مرسته وکړه.

هند هم له افغانستان سره د ۲۰ زره مټریک ټنه غنمو رالېږلو هوکړه وکړه او د اسلامي همکاریو سازمان وویل چې د افغاني سرې میاشتې په همغږۍ به په شپږو ولایتونو کې له ۱۱ زره اړو کورنیو سره مرستې وکړي.

دا په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره (اوچا) د روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال لپاره په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ۴.۶ ميليارد ډالرو غوښتنه کړې او د خوړو نړۍوال سازمان (ډبليو‌اېف‌پي) هم ویلي، په راتلونکو شپږو مياشتو کې له اړو افغانانو سره د بېړنيو مرستو لپاره ۸۰۰ ميلیون ډالرو ته اړتيا لري.

Visits: 102

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.