ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې ۱۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه

تېره اونۍ افغانستان کې ۱۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه

author avatar
6 May 2023 - 16:54
تېره اونۍ افغانستان کې ۱۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه
author avatar
6 May 2023 - 16:54

کابل (پژواک، ۱۶ غويی ۱۴۰۲): ملګري ملتونه وايي، د دوحې په غونډه کې د سیمو له هېوادونو سره د افغانستان په اړه پر یوې «ګډې تګلارې» سلا شوي؛ ګډونوالو يې له افغانستان سره د مرستو لپاره پر تعامل ټينګار وکړ او چين ويلي چې نړۍ باید له اسلامي امارت سره خبرې او تعامل ډېر کړي.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • د افغانستان په اړه د دوحې ناسته؛ ګوتيریش: د سیمو له هېوادونو سره د افغانستان په اړه پر یوې ګډې تګلارې سلا شوي يو.
  • ویسټ: د دوحې ناستې ګډونوال له افغانستان سره د حیاتي مرستو لپاره خپل تعامل ته دوام ورکوي.
  • د رسنیو د ازادۍ نړۍواله ورځ؛ یوناما وایي، افغانستان کې پر رسنیو محدودیتونه ډېر شوي دي.
  • مجاهد: د رسنيو تر شا ولاړ يو او ملاتړ يې کوو.
  • ‎ چین: نړۍ باید د افغانستان له سرپرست حکومت سره خبرې او تعامل ډېر کړي.
  • ملګري ملتونه: په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوو.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل شوي او اته نور ټپيان وو.

امنيتي چارواکي وايي، له هغو اتو کسانو یې اووه نیولي او یو یې د مقابلې پر مهال وژلی چې د کابل ۱۶مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې له یوه کور څخه پر غلا کولو بوخت وو او کابل کې يوه کس، يو ځوان تر لفظي شخړې وروسته وژلى او ورور يې ورته ټپي کړی دى.

راپورونه ښيي، ناپېژاندو وسله‌والو په لوګر کې يو ځوان او په بلخ کې يو قومي مشر وژلي، په غزني کې د يوه هلک او اروزګان کې د یوې نجلۍ مړي موندل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، په ننګرهار کې د ځمکې پر سر شخړه کې اووه کسان ټپيان شوي او لوګر کې بيا په ورته پېښه کې يوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، په لوګر کې پر ټراکټور چاودنه شوې چې له امله يې چلوونکی وژل شوی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ناسته

تېره اونۍ د قطر په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو دوه ورځنۍ ناسته د شاوخوا ۲۲ هېوادونو ځانګړو استازو او د دوو نړۍوالو سازمانونو استازو په ګډون ترسره شوه.

د يادې ناستې په پای کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوتیریش ویلي چې د سیمو له هېوادونو سره د افغانستان په اړه پر یوې «ګډې تګلارې» سلا شوي دي.

هغه ويلي، یاده ناسته په افغانستان کې «د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې» لپاره نه وه جوړه شوې او هدف یې په افغانستان د سیمې له هېوادونو سره د ګډې تګلارې موندل وو.

که څه هم نوموړي د ګډې تګلارې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې په راتلونکي کې به ورته بله غونډه هم جوړه شي.

دغه‌راز، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ ویلی ،د دوحې ناسته د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په موخه نه، بلکې د افغانستان په اړه د تګلارې د خبرو اترو په هدف جوړه شوې وه او ګډون‌کوونکي یې له افغانستان سره د حیاتي مرستو لپاره خپل تعامل ته دوام ورکوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د افغانستان له سرپرست حکومت سره د نړۍ د تعامل غوښتونکی دی او له هېوادونو او همداراز نړۍوالو سازمانونو غواړي چې په دغه ډول غونډو کې د اسلامي امارت استازي ته هم بلنه ورکړي.

تر يادې ناستې وړاندې يو شمېر مدني ټولنو د ملګرو ملتونو سرمنشي ته يو ليک استولی و او پکې ويلي يې وو، د ناستې پایلو ته د افغانستان خلک هيله‌مندي او تمه لري چې پکې به د هېواد ستونزې له منځه یووړل شي.

سره له دې چې د دوحې ناستې ته د افغانستان د سرپرست حکومت استازي نه وو بلل شوي، خو په قطر کې د ا.ا.ا د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د افغانستان لپاره د چین او بریتانیا له استازو سره لیدلي و او ورسره د افغانستان پر روان وضعیت، تعامل او سیمه‌ییز اتصال خبرې کړې وې.

د راپورونو له مخې، افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ بيا ویلي، د دوحې ناسته کې ډېر تمرکز له ترهګرۍ سره پر مبارزې، د ښځو او نجونو پر حقونو ، بشري بحران ته رسېدنې او د نشه‌یي توکو پر مخنیوي و.

د شانګهای ناسته

د شانګهای همکاریو سازمان غړو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته تېره جمعه، د هند په کوربه‌توب پیل شوې او دوه ورځې به دوام ولري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په ياده ناسته کې په ګډه د ترهګرۍ ګواښ د له منځه وړلو غوښتنه کړې او ویلي چې یو سوله‌ییز او باثباته افغانستان د نړۍوالې سولې او ټیکاو کلي ده.

په ياده ناسته کې د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر ويلي، په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدل، له ترهګرۍ سره مبارزه او د نجونو او ښځو د حقونو رعایتېدل د دغه سازمان په لومړیتوبونو کې دي.

خو په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د دغې غونډې په غبرګون کې ويلي، د افغانستان په تړاو چې هره غونډه جوړېږي، باید د اوسنیو ستونزو د حل او د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه پکې خبرې وشي.

په ورته مهال، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل وایي، د ګډ امنیتي تړون سازمان په ناسته کې د افغانستان پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي مسایلو د خبرو ترڅنګ له اسلامي امارت سره له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د سیمې هېوادونو پر همکارۍ ټینګار شوی دی.

د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍواله ورځ

د مې درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍواله ورځ ده او دغه ورځ د ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت پېژندل شوې ده.

ملګرو ملتونو د يادې ورځې په مناسبت، د افغانستان د رسنیو د راتلونکي په اړه اندېښنه ښودلې او وایي چې د سرپرست حکومت له لوري پر رسنیو محدودیتونه ډېر او خبریالان اړ شوي چې د وېرې او ګواښ په فضا کې کار وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې تړاو ویلي چې په هیڅ هېواد کې د مطبوعاتو ارزښت له چا پټ نه دی او د مطبوعاتو بې‌پرې فعالیت د ټولنې د پرمختګ سبب کېږي چې د ولس غږ تر حکومت او د حکومت کړنې تر ولسه رسوي.

دغه راز، د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وایي، اسلامي امارت د رسنیو لپاره کومه نوې تګلاره او پاليسي نه ده راوړې او د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د مطبوعاتو ازادۍ ته ژمن دی.

د آزادو رسنیو د ملاتړ دفتر (نی) ويلي چې په افغانستان کې له سیاسي تحولاتو وروسته په هېواد کې د اقتصادي ستونزو او ننګونو له امله تر نیمايي ډېرو ازادو رسنیو کار بند کړی دی.

له سرپرست حکومت سره پر تعامل او خبرو ټينګار

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند مایو نینګ ویلي چې نړۍواله ټولنه باید د افغانستان له سرپرست حکومت سره ښکېلتیا او خبرې ډېرې کړي. هغه زياته کړې، نړۍ باید د افغانستان سرپرست حکومت د یوه ټولګډون حکومت جوړولو او له ګاونډیو سره د دوستانه اړیکو پراختیا ته وهڅوي.

همداراز، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي توماس نېکلاسن د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستې او کار ته د ښځو پر ستنېدو د ټینګار ترڅنګ، افغانستان کې د تل‌پاتې ثبات لپاره ملي ډیالوګ اړین بللی دی.

ایران او هند په افغانستان کې د اقتصادي او بشري وضعیت په هکله اندېښنه څرګنده ښودلې او د ټولګډون حکومت له جوړېدو یې ملاتړ اعلان کړی دی.

افغانستان کې د نړۍوالو بنسټونو د فعاليتونو دوام

ملګرو ملتونو ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت له لوري د دوی په ادارو کې پر ښځینه کارکوونکو له بندیز سره که څه هم د مرستې کچه ټیته شوې، خو دوی د ننګونو له شتوالي سره سره نه شي کولی له تعامل څخه لاس واخلي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د دغه سازمان په ادارو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار له بندیز وروسته، د اپرېل له پنځمې د مې تر پنځمې پورې د خپلو کارکوونکو کار وځنډاوه او له هغوی یې وغوښتل چې خپلو دندو ته حاضر نه‌شي.

که څه هم ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې نړۍوال بنسټونه خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي، خو زياتوي چې په افغانستان کې د دغه سازمان د کارکوونکو د کار د ځنډېدو پایلې به په راتلونکو ورځو کې اعلان کړي.

په ورته مهال، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یوان‌ایچ‌سي‌ار) مرستیالې جیلین ترګس – چې تېره کابل ته راغلې وه- وېلي چې په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي او هم له سرپرست حکومت سره د دوی په ادارو کې د ښځو د کار کولو په اړه خبرې کوي.

Visits: 138

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.