تېره اونۍ ځېنو نړۍوالو سرچینو له نړۍ سره د افغانستان د سرپرست حکومت پر تعامل، د دغه حکومت پر ټولګډونوالي، د نجونو له شپږم پورته ټولګيو پر پرانیستې او له افغانستان سره د بشري مرستو پر ډېرېدو ټینګار وکړ.
د یوه علمي سیمینار ګډونوالو، د افغانستان لپاره سراسري امنيت او د واحد نظام شتون فرصتونه، خو د نوي حکومت پر رسمیت نه پېژندنه، د اساسي قانون او تر يوه بریده د «انعطافپذيرۍ نشتوالی» او اقتصادي ستونزې له ننګونو یاد کړل.