کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۱): د يوه امريکايي بنسټ له خوا څلورو بهرنيو او لسو هغو افغان مېرمنو ته چې د ښځو حقونو په برخه کې مبارزه کړې او زړورتيا يې ښودلې، نړۍواله جايزه ورکړل شوه.
دغه جايزه په نيويارک کې د ډیان وان فرسټنبرګ «DVF» بنسټ له لوري دغو کسانو ته ورکړل شوه. یاد بنسټ په ۲۰۱۰ز کال کې جوړ شوی او هر کال پنځو هغو مېرمنو ته چې د نورو ښځو د ژوند د ښهوالي او د ژوندي پاتې کېدو په برخه کې د رهبريت وړتیا ولري، نړۍواله جايزه ورکوي. دغه جايزه ۱۰۰زره امريکايي ډالر دي، څو ګټونکې ښځې وکولای شي په مرسته یې خپلو چارو ته ښه رسېدنه وکړي.
ډیان وان فرسټنبرګ بنسټ «DVF» تېره ورځ پر خپلې وېبپاڼې ليکلي، دغه بنسټ د څو نورو نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ د څلورو نورو ښځو ترڅنګ، لس افغانې ښځې - چې له هغو مېرمنو او نجونو سره چې په افغانستان کې له ګواښ سره مخ دي او د باثبابه راتلونکي لپاره کار کوي - تقدیر کړې دي.
سرچينه ليکي، په یادو مېرمنو کې فرانسوۍ سیاستواله او حقوقپوه کریستین لاګارد، اکراينۍ ښوونکې او اصلاحغوښتونکې مېرمن زویا لیتوین، د مرکزي افریقا د چاد هېواد د ښځو ټولنې مشره هندو عمرو ابراهیم، افریقاييالاصله امريکايي هنرمنده اوا دوورني او لس افغانې ښځينه فعالانې شاملې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه نوملړ کې د افغانستان پخوانۍ حکومتي چارواکې او فعاله مقدسه يورش، د کابل پوهنتون استاده شهلا فرید، د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون پخوانۍ کمېشنره شبنم صالحي، د مېرمنو د شبکې مشره ماري اکرمي، د طلوع نیوز خبریاله انیسه شهید، خبرياله ستوری کريمي، شاعره شفیقه خپلواک، متشبثه مېرمنه مرجان محمدي، موډل او هنرمنده مهال واک او هنرمنده شبنم حسن خان شاملې دي.
سرچينه ليکي: «د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د کابل له سقوط وروسته، زموږ همکار سازمان وایټل وایسز، د ښځو د سولې او امنیت د جورجټاون انسټیټیوټ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د نورو افغان او امریکایي ښځو د مشرانو یوه ایتلاف په ګډه، په بریالیتوب سره د شاوخوا ۱۲۰۰ د بشري حقونو مدافعین او د هغوی کورنۍ له افغانستان څخه ایستلې او په يادو اېستل شوو کسانو کې لس مېرمنې د يادې جايزې لپاره غوره کړې دي.»
شفيقه خپلواک چې د يادې جايزې ګټوونکو په نوملړ کې شامله ده، دې جايزې ته په غبرګون کې پر خپلې فېسبوکپاڼې ليکلي: «د وایټل وایسس او ډیان وان فرسټنبرګ «DVF» دا نړۍواله جایزه زما په شمول نهو نورو فعالو افغانو مېرمنو ته ورکړې، زه یې منندویه یم؛ خو حقیقت دا دی چې دا د وطن کوم درد نه دوا کوي او نه پوهېږم زما په وطن کې به یې خوارو او اسيرو شویو ښځو ته ګټه څه وي؟ خو حداقل دا اړخ یې راته مهم دی چې د دې سپېرې خاورې یوه لور له نړۍوالو سره یادېږي. حداقل دا پيغام لېږدوي چې د نجونو د تعلیم، پرمختګ، کار او فعالیت مخنیوی د یوې ډلې ايډیالوژي ده، په هیڅ صورت له افغاني کلتور او اسلام سره اړیکه نه لري.»
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









