ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې د مرګ‌ژوبلې کچه د وړمې اونۍ په پرتله ۷۳ سلنه کمه وه

تېره اونۍ افغانستان کې د مرګ‌ژوبلې کچه د وړمې اونۍ په پرتله ۷۳ سلنه کمه وه

author avatar
27 Aug 2022 - 18:55
تېره اونۍ افغانستان کې د مرګ‌ژوبلې کچه د وړمې اونۍ په پرتله ۷۳ سلنه کمه وه
author avatar
27 Aug 2022 - 18:55

کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۱): تېره اونۍ د افغانستان په فضا کې د امریکایي الوتکو د ګرځېدو خبر د رسنیو سرټکي جوړ کړ او د امریکا د یوې محکمې هغه پرېکړه هم د اونۍ مهم خبر و چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې د یوولسم سپټمبر د پېښې د قربانیانو کورنیو ته نه ورکول کېږي.

د اونۍ مهم خبرونه:

  • د هند دفاع وزیر: ټول هېوادونه باید د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی ولري
  • د روسیې دفاع وزیر: افغانستان کې د داعش او القاعده په څېر سازمانونه په زیاتېدو دي
  • مجاهد: داعش ځپل شوی، هېوادونه دې اندېښنه نه کوي.
  • د افغان چارواکو پر سفرونو د بندیز او معافیت په اړه د امنیت شورا غړي هېوادونه اختلاف لري
  • مجاهد: امریکایي الوتکې لا هم د افغانستان په فضا کې ګرځي؛ دا تېری دی، باید مخه یې ونیول شي
  • د امریکا محکمه: د افغانستان کنګل شوې شتمني دې د یوولسم سپټمبر د پېښې د قربانیانو کورنیو ته نه ورکول کېږي
  • بېلابېلو سرچینو یو ځل بیا د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانیستې غوښتنه وکړه
  • سهیل شاهین: اسلامی امارت د نجونو د زده‎کړو مخالف نه دی
  • تېره اونۍ افغانستان کې ۲۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.

ځايي چارواکي وايي، د بلخ په مرکز مزارشريف کې د ماين په چادونه کې د چاودېدونکو توکو د لېږدونکي کس ترڅنګ درې ملکي وګړي ټپیان شوي او له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې دوه «غله» وژل شوي دي.

دغه‌‌راز راپور ښیي چې په بادغيس کې یو کس خپل ګاونډی وژلی او «قاتل» بیا له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.

امنيتي چارواکي وايي، په کابل ښار کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې دوه «غله» وژل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، په فارياب کې یوه کس خپله خور او یو بل سړی د جنسي اړيکو په تور په ډزو وژلي، فراه کې یوې ښځې خپل خسر وژلی او په بادغيس کې یوې ښځې خپل خاوند وژلی دی. په بادغیس کې یادې ښځې د څېړنو پر مهال ویلي چې خاوند یې په سهوې سره په ډزو وژلی دی.

راپورونه ښيي، په بادغيس کې يوې مېرمنې خپله خورزه د تېشې په ګوزار وژلې او خپل خاوند يې ټپي کړی؛ په سمنګان کې د سيمه‌ييزو پوليسو د يو قوماندان مړی موندل شوی او په پکتيا کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

دغه‌راز د راپور له مخې، ايراني ځواکونو د ايران په خاوره کې د افغانستان له پولې سره نږدې يو افغان وژلی دی.

د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې، پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځېنو پېښو په اړه یې راپور نه وي تر لاسه کړی او یا سرچینو د دغې مرګ‌ژوبلې کره شمېر نه وي ښودلی.

وړمه اونۍ په افغانستان کې ۳۰ کسان وژل شوي او ۵۴ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د افغانستان په فضا کې امریکایي الوتکې

ذبیح‌الله مجاهد تېره پنجشنبه وویل چې امریکایي الوتکې د افغانستان په فضا کې ګرځي چې دا یو تېری دی او باید مخه یې ونیول شي. هغه وویل چې د افغانستان سرپرست حکومت په دې اړه له امریکایانو سره په لوړه کچه خبرې کوي.

دغه‌راز، تېره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل، خپلو ټولو هڅو ته ادامه ورکوي، څو افغانستان بیا د نړۍوالو ترهګرو پر خوندي پټنځای بدل نه شي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په دې اړه تېره ورځ وویل: «دا الوتكي له اوږدې مودې راايسي؛ د افغانستان په فضاء كې ليدل كېږي او په ډېرو اهدافو یې تر ننه راكټي بريدونه كړي؛ په دې ټولو بريدونو كي يوازي د شېرپور بريد منعكس شوى.»

د ده په وینا، په دې اړه «سكوت او عدم اعتراض» د دې باعث شو چي د ګټې پر ځاى تاوان وكړي او د امريكا جسارت لا هم تشديد شي.

د امریکا ولسمشر د تېرې زمري میاشتې په اتمه وویل چې کابل کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده مشر ایمن الظواهري وژل شوی دی.

د افغانستان سرپرست حکومت مخکې ویلي و چې په دې اړه څېړنه کوي، خو تېره ورځ یې یو ځل بیا اعلان وکړ چې ایمن الظواهري وژل کېدل تر اوسه د یوې ادعا په حد کې دي.

د افغانستان کنګل شوې شتمني

تېر کال د زمري په ۲۴مه، وروسته له هغه چې تېر حکومت ړنګ شو او ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو، امریکا د افغانستان څه باندې نهه میلیارد ډالر شتمني کنګل کړه. د دغې شتمنۍ ۷ میلیارده په امریکا او پاتې یې په نورو هېوادونو کې ده.

په دې وروستیو کې امریکا ویلي و چې د بشري خواخوږۍ له مخې او د دې لپاره چې دا پیسې د خلکو د ژوند ژغورنې لپاره وکارول شي، غواړي درې نیم میلیارد ډالر یې له کنګل حالته وباسي.

دغه راز، څو میاشتې مخکې د امریکا ولسمشر ویلي و، غواړي له دغو پیسو درې عشاریه پنځه میلیارد ډالر امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې بریدونو د قربانیانو کورنیو ته ورکړي.

تېره ورځ د امریکا د نیویارک ښار یوې محکمې وویل چې دا پیسې دې د یوولسم سپټمبر د پېښې د قربانیانو کورنیو ته نه ورکول کېږي، ځکه چې دا پېسې د افغانستان بانک ملکیت دی او بل چاته نه ورکول کېږي.

د شانګهای ناسته

تېره اونۍ، د هند د دفاع وزیر راج‌نات سینګ د شانګهای همکاریو سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې، په افغانستان کې د یو ټول‌ګډون سیاسي سیسټم پر جوړېدو د ټینګار ترڅنګ وویل، ټول هېوادونه باید د افغانستان خپلواکۍ او د یو بل په چارو کې د نه لاسوهنې تګلارې ته درناوی ولري. هغه وویل هند د یو سوله‌ییز، باثبات او خوندي افغانستان غوښتونکی دی.

دغه‌راز د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو په یاده غونډه کې ویلي و، په افغانستان کې وضعیت ځکه کړکېچن دی چې د داعش او القاعده په څېر نړۍوال ترهګریز سازمانونه په‌کې په زیاتېدو دي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، د داعش ډله په افغانستان کې له منځه وړل شوې، د روسیې په ګډون د سیمې هېوادونه دې په دې تړاو اندېښنه نه لري.

د افغان چارواکو پر سفرونو د بندیز او معافیت په اړه د  امنیت شورا د غړو اختلاف 

د راپورونو له مخې، د زمري په ۲۹مه د افغانستان د اوسني حکومت د ۱۳ لوړپوړو چارواکو د سفرونو معافیت پای ته ورسېد. د اسوشیټیډپرس خبري اژانس په همدې ورځ د لوړپوړو ډیپلوماتانو له قوله راپور ورکړ چې روسیه او چین د دې پلوي دي چې د یادو ۱۳ افغان چارواکو د سفرونو معافیت دې دوام وکړي او دا چارواکي دې د روسیې او چین په ګډون قطر او د سیمې هېوادونو ته د سفر اجازه ولري.

خو د امریکا متحده‌ ایالتونو وړاندیز کړی چې د ۱۳ چارواکو له ډلې، باید پر ۷ کسانو سفري بندیز ولګول شي او پاتې شپږو ته یې د ۹۰ ورځو لپاره د سفر معافیت ورکړل شي، خو د هغوی سفرونه به هم یوازې تر قطر محدود وي.

د راپور له مخې، د امریکا متحده‌ ایالتونو په ګډون لوېدیځ هېوادونه بیا د افغانستان د سرپرست حکومت له‌ خوا د افغان نجونو او ښځو د حقونو د نقض، یوه جوړجاړي ته د رسېدو په خبرو کې د نه‌ پرمختګ او د یوه ‌ټول‌ګډونه حکومت د نه جوړولو په اعتراض، غواړي په دغه نوملړ کې کموالی راشي.

د ملګرو ملتونو سازمان په امنیت شورا کې د چین سفیر ژانګ جون د دغې شورا د ناستې په څنډه کې د نړۍ له هېوادونو غوښتنه وکړه چې  سرپرست حکومت باید په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د ښه والي لپاره ډېر کار وکړي.

هغه وویل: «زه نه‌ شم ویلای چې د افغانستان د واکمنو لپاره یو کار وکړو، خو فرصت دې ورکړل شي چې دوی نړۍوالې ټولنې ته لاسرسی ولري او له نورو هېوادونو سره خپل تعامل تر سره کړای شي.»

د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکي د دې ترڅنګ چې دغه بندیزونه ناموجه بولي، د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا یې غږ کړی چې بندیزونه د فشار د وسيلې په توګه ونه کاروي.

د نجونو ښوونځيو د بندېدو په تړاو بېلابېلې څرګندونې

د روان کال د وري په لومړیو کې د ښوونځیو ښوونیز کال پیل شو؛ د افغانستان حکومت په هماغه ورځ د نجونو د لېسو او منځنیو ښوونځیو پیل وځنډاوه او ویې ویل، په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی چې له بشپړېدو وروسته به یې له مخې دغه ښوونځي پرانیستل شي، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

دغه‌راز، د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني په یوه تازه مرکه کې ویلي، هغه مهال به د یوه افغان په توګه افغانستان ته ستون شي چې هر وګړی ځان په خپل هېواد پورې تړلی وګڼي او د ښځو او ځوانانو په ګډون ټول خلک په‌ کې ونډه ولري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې د نجونو او ښځو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، وایي د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره دې د هغوی حقونه وساتل شي.

تېره اونۍ، د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن وویل، په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پرانیستل کېدل لومړیتوب وبلل او د ملګرو ملتونو سازمان د بشرپاله مرستو مسوول مارټین ګرېفېټس هم افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پر پرانیستې ټینګار وکړ.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین وویل، اسلامی امارت د نجونو د زده‎کړو مخالف نه دی؛ اوسمهال په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې ۴۵۰ زره محصلین او په ښوونځيو کې تر شپږم ټولګي میلیونونه نجونې پر زده‌کړو بوختې دي. هغه دا هم ویلي چې دا مهال په افغانستان کې ښځې د پوهنې، لوړو زده‌کړو او روغتیا ترڅنګ په بېلابېلو وزارتونو کې پر کار بوختې دي.

د بښنې نړۍوال سازمان د افغانستان سرپرست حکومت د بشري حقونو پر نقض تورن کړ، ویې ویل د «عدالت‌غوښتنې» کمپاین یې پیل کړی دی.

خو ذبيح‌الله مجاهد وویل، په دې تړاو کوم پروپاګنډ چې نشر شوي، حقیقت نه لري او په افغانستان کې د نارینه او ښځو حقوق د تېرو دوو لسیزو په پرتله په مراتبو خوندي دي.

 د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو په وار وار ویلي چې ښځو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د هغوی ټول حقونه ورکوي او دا مهال هم په هغو ادارو کې چې اړتیا ورته لیدل کېږي، ښځې پر دندو بوختې دي او نورو ته یې په کور کې معاشونه ورکول کېږي.

له افغانستان سره د بشري مرستو دوام

د هند د بشري مرستو په لړ کې د طبي توکو لسمه جوپه چې په کې د طب اړین توکي، د نري‌رنځ ضد درمل، د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ ۵۰۰زره دوزه واکسین او نور طبي توکي شامل دي، افغانستان ته راورسېده.

په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان وایي، د سعودي عربستان د ملک سلمان خيريه بنسټ په مالي ملاتړ به له څه باندې ۴۷زرو طبیعي پېښو کې ځپل شویو افغان کورنيو سره د اړينو خوراکي توکو مرسته وکړي.

Visits: 64

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.