ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې ۹۹ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

تېره اونۍ افغانستان کې ۹۹ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
3 Sep 2022 - 18:47
تېره اونۍ افغانستان کې ۹۹ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
3 Sep 2022 - 18:47

کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۱): تېره اونۍ د افغانستان په تړاو د ځینو هېوادونو ناندرۍ روانې وې، د افغانستان حریم ته د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکو ننوتو هم بحثونه راپارولي و او بېلابېلو هېوادونو یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پر پرانیستو ټینګار وکړ.

د اونۍ مهم خبرونه:

  • د ملي دفاع وزارت سرپرست: د امریکا بې‌پیلوټه الوتکې د پاکستان له خاورې افغانستان ته راځي
  • حکمتیار: د امریکا الوتکې یا له قطر نه د پاکستان له لارې او یا هم له تاجکستانه افغانستان ته راځي
  • بریتانیا: پر افغانستان د روسیې یرغل کورنۍ جګړې رامنځته کړې
  • روسیه: امریکا او ناټو افغانستان کې د ناورین لامل شول
  • چین: ځینو هېوادونو د خپل مسوولیت ادا کولو پر ځای، پر افغانستان مرستې بندې کړې او شتمني یې کنګل کړه
  • بېلابېلو هېوادونو یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پر پرانیستو ټینګار وکړ

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۳۸ کسان وژل شوي او ۶۱ نور ټپيان دي.

تېره ورځ، د هرات ښار په ګازرګاه جومات کې چاودنه وشوه. په دې چاودنه کې د جومات د خطیب مولوي مجیب‌الرحمن انصاري په ګډون ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۳ نور ټپيان دي.

امنيتي سرچینې وایي، تر یاد برید مخکې یې په هرات ښار کې د عملیاتو پر مهال درې کسان «خوارج» وژلي او د دغه ولايت په رباط‌سنګي ولسوالۍ کې د خوښۍ مراسمو پر مهال په هوايي ډزو کې د یوې کورنۍ يو کس ژوند له لاسه ورکړی او بل ټپي دی.

تېره اونۍ، د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د اوبو پر سر شخړه کې یو کس ژوند له لاسه ورکړی او ۲۱ نور ټپیان دي.

ځایي چارواکي وایي، په پروان کې د يوه «رواني ناروغ» په ډزو کې، دوو کسانو – چې یو یې امنیتي کس و – ژوند بایللی او دوه نور امنیتي کسان ټپیان شوي دي. دغه‌راز چارواکو ویلي چې په اروزګان کې هم یو «رواني ناروغ» غره ته ختلی و او ډزې یې کړې او دوه ځایي اوسېدونکي یې ټپیان کړي دي. سرچینه وایي چې دوه امنیتي کسان د ډزو کوونکي د نیولو پر مهال وژل شوي دي.

دغه‌راز تېره اونۍ، ناپېژانده وسله‌والو په فارياب کې د يوې مېرمنې په ګډون دوه کسان وژلي، وسله‌والو غلو په پروان کې يو زوی او پلار وژلي او په پکتيکا کې يوه کس خپل پلار له لفظي شخړې وروسته په چاړه وهلی او وژلی يې دی.

ځايي چارواکي وايي، په کونړ کې د ماين چادونې له امله یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي، په کابل کې په کرولا ډوله موټر کې چاودېدونکي توکي چاودلي چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي او په بغلان کې د يوې سرګلولې چاودنې له امله يو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان شوي دي.

همداراز راپورونه ښیي چې په کابل ښار کې د يوې ډاکټرې مړی موندل شوی، په جوزجان کې يو کس چې نجلۍ يې تښتوله او امنيتي ځواکونو ته نه و درېدلی، د يادو ځواکونو په ډزو کې ټپي شوی دی.

ځایي سرچینې وایي چې امنيتي ځواکونو په فراه کې د داعش ډلې والي وژلی دی.

د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې، پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځېنو پېښو په اړه یې راپور نه وي تر لاسه کړی او یا سرچینو د دغې مرګ‌ژوبلې کره شمېر نه وي ښودلی.

وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د افغانستان هوایي حریم ته د امریکا د بېپیلوټه الوتکو ننوتل

تېره اونۍ، د افغانستان ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد وویل، معلومات ښيي چې د امریکا بې‌پیلوټه الوتکې د پاکستان له خاورې افغانستان ته راځي او پاکستان باید داسې کار ته اجازه ورنه کړي.

خو پاکستان د يادو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، له هر راز شواهدو پرته داسې اټکلي تورونه ډېر د خواشینۍ وړ او د مسوولانه ډېپلوماتیکو اصولو له چلن سره په ټکر کې دي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تېره ورځ (د وږي ۱۱مه) وویل، په دې اړه دوه احتماله شته؛ لومړی دا چې د امریکا دغه الوتکې له دوحې څخه د امريكا له ستري اډې راځي، د پاكستان له فضاء راتېرېږي او ښايي پاكستان په داسې وضعيت كې دی چې يا یې مخنيوى نه شي كولى او يا اعتراف نه شي كولى؛ ځكه د پاكستاني ولس غوڅ اكثريت له دغه كار سره مخالف دی؛ نه غواړي د پاكستان ځمکه او فضاء د افغانستان خلاف وكارول شي.

د ده په وینا، دویم احتمال دا دی چې دا بې‌پیلوټه الوتکې د تاجكستان له لوري راځي؛ تاجكستان د فرخار په نامه يوه زړه هوايي اډه امريكا ته سپارلې ده.

اړوندو هېوادونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان هوایي حریم ته د امریکا د الوتکو د ننوتو په تړاو یادې څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر د روان کال د زمري په ۱۱مه وویل، د القاعده شبکې مشر ایمن ‌الظواهري په کابل کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی. خو د افغانستان سرپرست حکومت وايي، د الظواهري وژل کېدل تر اوسه د یوې ادعا په حد کې دي او دوی یې په اړه څېړنه کوي.

د افغانستان سرپرست حکومت ویلي چې د امریکا بې‌پیلوټه الوتکې لا هم د افغانستان پر فضا ګرځي. حکومت ویلي چې دا چاره د افغانستان پر هوایي حریم څرګند تېری دی او د بندولو په اړه یې له امریکایي چارواکو سره خبرې روانې دي.

د افغانستان په تړاو د ځینو هېوادونو ناندرۍ

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا سفیر جیمز کروکي وویل، روسیه په داسې حال کې له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو لومړۍ کلیزې ته انعکاس ورکوي چې دغه هېواد په خپله پر افغانستان یرغل کړی و او د لس کلن یرغل له امله یې «طالبان» رامنځته شول او کورنۍ جګړه پیل شوه.

خو په ملګروملتونو سازمان کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا، امریکا او ناټو په افغانستان کې د ناورین عاملین بللي او وایي: «موږ ته ویل کېږي چې د هېواد د بیارغونې لپاره پیسې ورکړو چې اقتصاد یې د امریکا او ناټو د شل کلن اشغال له امله له منځه تللی دی.»

د امنیت شورا په یاده غونډه کې د چین استازی ژانګ جون (Zhang Jun) د امریکا له لوري د افغانستان د شتمنیو پر کنګل کولو نیوکه وکړه ویې ویل چې ځینو ښکېلو هېوادونو د خپل مسوولیت د ترسره کولو پر ځای، پراختیايي مرستې بندې کړې او د افغانستان شتمني یې کنګل کړې ده.

د امریکا متحده ایالتونو په افغانستان کې د تېر کال د زمري میاشتې تر تحول وروسته، د افغانستان څه باندې نهه میلیارد ډالر شتمني کنګل کړې چې اووه میلیارده یې په امریکا او پاتې یې په نورو هېوادونو کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پومپیو ویلي، له افغانستانه په بېړه د ځواکونو ایستلو امریکا بدنامه کړې؛ خو د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین په افغانستان کې له خپلې شل کلنې جګړې د دفاع کولو ترڅنګ ویلي چې دوی له ځانه د دفاع په موخه دغه هېواد ته ځواکونه لېږلي وو. هغه زياته کړې چې په افغانستان کې د امریکا کار لا هم نه دی بشپړ شوی.

د ښځو او نجونو پر حقونو ټینګار

د افغانستان په اړه د  ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې بریتانیا، البانیا، ناروې او چین، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازو او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، په افغانستان کې ښځو او نجونو ته د کار او زده‌کړو د حق پر ورکولو ټينګار وکړ.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر سرپرست مارکوس پوټزل وویل، افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې په کې ښوونځيو ته له تلو بې‌برخې دي. هغه په هېواد کې د نجونو ښوونځیو پر بیا پرانیستلو ټینګار وکړ.

دغه‌راز، د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو پر تړلي پاتې کېدو نیوکه وکړه او ویې ویل چې اسلامي امارت د ژمنې خلاف عمل کړی او نجونې یې له زده‌کړو بې‌برخې کړې دي.

تېره اونۍ په ترکیه کې د افغانستان د فعالو مېرمنو او د ځينو نړۍوالو بنسټونو استازو په يوه څلور ورځنۍ غونډه کې، زده‌کړو او کار ته د ځینو افغان نجونو او ښځو د نه لاسرسي په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان او له افغانستانه بهر د افغان ښځو د حقونو له مدافع بنسټونو ملاتړ وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی او د یوناما  سرپرست مارکوس پوټزل وایي، دا چې افغانستان د نړۍوال سیسټم یوه برخه ده، نو سرپرست حکومت یې باید نړۍوالو مکلفیتونو ته غاړه کېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت چارواکو په وار وار ویلي چې د خلکو ټولو بشري حقونو ته ژمن دي، حقونه یې تر پخوا ښه خوندي دي، ښځو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د هغوی ټول حقونه ورکوي او دا مهال هم په هغو ادارو کې- چې اړتیا ورته لیدل کېږي- ښځې پر دندو بوختې دي او یو شمېر نورو ته په کور کې معاشونه ورکول کېږي.

د روان کال د وري میاشتې په لومړیو کې ښوونیز کال پیل شو؛ د افغانستان سرپرست حکومت په هماغه ورځ د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو پیل وځنډاوه او ویې ویل، په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی چې له بشپړېدو وروسته به یې دغه ښوونځي پرانیستل شي خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

د مرستو دوام

تېره اونۍ د نړۍوالو بشري مرستو په دوام، ۸۰ میلیونه امریکايي ډالر کابل ته راورسېدل.

په تېرو شاوخوا ۱۲ میاشتو کې افغانستان ته د رارسېدلو ورته مرستو کچه سلګونو میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، د افغانستان تر نیمايي زیات وګړي مرستو ته اړتیا لري.

Visits: 102

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.