د چین د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د پانګې په اړه د جوبایډن فرمان ته په غبرګون کې ویلي، د نړۍ تر ټولو دولتمند (پیسه دار) هېواد د نړۍ تر ټولو بېوزلي هېواد پيسې غلا کوي.
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا، د افغانستان د پانکې په اړه د جوبایډن فرمان ته په غبرګون کې وایي، له دې امله چې امریکا یې دوست ګڼلې، د ګناه احساس کوي او له افغانانو بښنه غواړي.
سرچینې وايي چې په بُن کې د افغانستان نمایندګۍ د سټېکرو له لارې د پاسپورټ د تمدید سیستم جوړ کړی، خو ځینو استازولیو په هغه کې په خپل سر بدلونونه راوستلي او د پاسپورټ د سپینې کتابچې د چاپ لپاره یې هم هڅه کړې خو نه دي بریالي شوي.
ملګري ملتونه پر افغانستان د بندیزونو لرې کېدو په اړه خبرې کوي، وایي له فرصت څخه په ګټنې باید ښې پالیسۍ او اعتماد را منځته شي، تر څو نړیوال د افغانستان راتلونکي ته هیله من شي.
یو شمېر افغانانو، افغانستان ته د متخصصینو استولو په اړه د عمران خان څرګندونو ته غبرګونونه ښودلي او ځینو یې ویلي چې افغانان ډېر کدرونه لري او چمتو د هېواد لپاره په رضاکار ډول کار وکړي.
حکومتي سرچینې وایي، تېره شپه د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند په خوشحال خان سیمه کې څو انسان تښتوونکي له پښو غورځول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وایي، مرستندویې ادارې پلان لري چې په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې په افغانستان کې له څه باندې ۲۲ میلیون خلکو سره بشري مرستې وکړي.
د افغانستان د چاپیریال ساتنې اداره وایي چې له دې وروسته به هر ورځ د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د هوا له ککړوونکو سرچینو څارنه کیږي او له هغو سره به قانوني چلند وشي چې د هوا د ککړتیا لامل ګرځي.
کابل (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۰): د افغانستان د هوايي چلند ملکي اداره وايي چې د رادار هغه درې پایې چې له فرانسې واردې شوې وې
کابل(پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۰): حکومت د مخکنۍ ادارې دوه وزارتونه او دوه کمېسیونونه لغو کړي خو وایي د اړتیا له مخې به په راتلونکي کې
کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۰): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، د نوي افغان حکومت د په رسمیت پېژندلو، له کنګله د دغه هېواد د
کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۰): د هېواد د کورنیو چارو وزارت هغه ادعا چې ګواکې په تېرو اتو ورځو کې په ۱۶ ولایتونو کې د