ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان حکومت د پوتین له وروستیو څرګندونو هر کلی وکړ

د افغانستان حکومت د پوتین له وروستیو څرګندونو هر کلی وکړ

author avatar
25 Dec 2021 - 12:04
د افغانستان حکومت د پوتین له وروستیو څرګندونو هر کلی وکړ
author avatar
25 Dec 2021 - 12:04

کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۰): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، د نوي افغان حکومت د په رسمیت پېژندلو، له کنګله د دغه هېواد د پانګې ایستلو او پیغمیر(ص) ته سپکاوی له دیني ازادیو د سرغړونې بللو په اړه د پوتین له څرګندونو هرکلی کړی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «د افغانستان ا. ا. د روسيې ولسمشر ويلاديمير پوتين د هغو څرګندونو هرکلی کوي، چې د اسلام د ستر پيغمبر محمد صلی‌الله‌عليه‌وسلم سپکاوی يې هنري ازادي نه، بلکې له ديني ازاديو او د مسلمانانو له مقدسو احساساتو څخه سرغړونه ګڼلې ده.»

بلخي لیکلي، د افغانستان حکومت د پوتین د هغو څرګندونو هر کلی هم کوي چې ويلي يې دي هېواد به يې د نوي افغان حکومت د «رسميت پېژندنې پر لور پرمخ ولاړ شي» او غوښتنه يې کړې چې د افغانستان د مرکزي بانک پانګه دې له کنګل وایستل شي.

د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان نږدې لس میلیارده امریکایي ډالره پانګه کنګل کړې او پر افغانستان ځینې نور محدودیتونه هم وضع شوي چې له امله یې افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

د راپورونو له مخې، د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین تېره پنجشنبه په کلنۍ خبري ناسته کې د یادو مسایلو په تړاو څرګندونې کړې دي. هغه دا هم ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت باید خپل ټولګډونوالی باوري کړي.

پوتین په اوسنیو حالاتو کې له افغانانو سره د مرستو کولو پر اړتیا ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې چې په بهرنيو بانکونو او په ځانګړې توګه امریکايي بانکونو کې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازاده کړل شي.

پوتین زیاتوي: «باید په لومړي ګام کې هغه هېوادونه دا چاره تر سره کړي، چې د افغانستان او نړۍ اقتصاد ته یې زیان اړولی. هغوی چې شل کاله هلته و او د افغانستان اقتصاد یې ویجاړ کړ، دوی باید تر هر چا ډېره مرسته له افغانستان سره وکړي.»

Visits: 1041

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.