ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل، بلخ او هرات هوايي ډګرونو کې د رادار درې پایې نصب کېږي

د کابل، بلخ او هرات هوايي ډګرونو کې د رادار درې پایې نصب کېږي

author avatar
26 Dec 2021 - 17:41
د کابل، بلخ او هرات هوايي ډګرونو کې د رادار درې پایې نصب کېږي
author avatar
26 Dec 2021 - 17:41

کابل (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۰): د افغانستان د هوايي چلند ملکي اداره وايي چې د رادار هغه درې پایې چې له فرانسې واردې شوې وې د کابل، هرات او بلخ هوايي ډګرونو کې نصبېږي.

د هوايي چلند ملي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي: ((د سرتاسري رادار لومړۍ پایه کابل کې د نصب لپاره ځانګړې شوې، د سرتاسري رادارونو لومړۍ محموله فرانسې څخه افغانستان ته وارد شوې وې او کابل نړیوال هوايي ډګر کې ترانسپورټ او د هوايي چلند ادارې ته وسپارل شوه.))

سرچینې لیکلي چې د هېواد د سراسري رادار د ماشینونو د نصب تړون د ۱۱۲ میلیون یورو په ارزښت له تالس فرانسوي شرکت سره شوی او د یاد تړون له مخې په کابل، بلخ او هرات ولایتونو کې نصبېږي، ټاکل شوې د ۲۰۲۳ کال تر پای ته رسېدو مخکې د هوايي حریم د کنټرول سیستم د رادار یاد ۱۲ سایټونه د هېواد په ۱۲ نقطو کې نصب او عملیاتي شي.

Visits: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.