ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان ځینې سفارتونه د پاسپورټ تمدیدولو لپاره غیر قانوني سټېکر کاروي

د افغانستان ځینې سفارتونه د پاسپورټ تمدیدولو لپاره غیر قانوني سټېکر کاروي

author avatar
30 Jan 2022 - 17:57
د افغانستان ځینې سفارتونه د پاسپورټ تمدیدولو لپاره غیر قانوني سټېکر کاروي
author avatar
30 Jan 2022 - 17:57

کابل (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۰): سرچینې وايي چې په بُن کې د افغانستان نمایندګۍ د سټېکرو له لارې د پاسپورټ د تمدید سیستم جوړ کړی، خو ځینو استازولیو په هغه کې په خپل سر بدلونونه راوستلي او د پاسپورټ د سپینې کتابچې د چاپ لپاره یې هم هڅه کړې خو نه دي بریالي شوي.

د افغانستان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت، له همغږۍ پرته په بهر کې د افغانستان سفارتونو دغه ډول کړنې غیر قانوني او جعلي بولي او وايي چې ډېر پاسپورټونه موجود دي او هیڅ ځای کې د هغه د چاپ اړتیا نشته.

په افغانستان کې د زمري میاشتې په وروستیو کې له سیاسي بدلون وروسته، له اوسني افغان حکومت سره د هېواد د یو شمېر سیاسي استازولیو اړیکې پرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په بهر کې افغانان د یادو استازولیو له لوري خدمتونو لکه د پاسپورټ تمدیدولو او نورو خدماتو ته اړتیا لري او د اصولو له مخې استازولۍ باید د واحد چوکاټ پر بنسټ د بهرنیو چارو وزارت له لوري رهبري شي.

د المان په – بُن ښار کې د افغانستان جنرال قونسل سيد لطف الله سادات د روان کال د مرغومي په شلمه په اروپا او لوېديځو هېوادونو کې د افغانستان ټولو سياسي او قونسلي استازولیو ته په يوه مکتوب کې ليکليٍ: «په هېواد کې له بدلونونو وروسته دغه استازولي د لنډې مودې لپاره د پاسپورټونو سپینو کتابچو ته تر لاسرسي پورې د هغو هېوادوالو د ستونزو د حل په موخه چې له هغوی سره د موجودو پاسپورټونو د اعتبار نېټه یې تېره شوې او د استوګنې د جوازونو په نوي کولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي او د تخریب د مخنیوي او شفافیت د رامنځته کولو په موخه، د پاسپورټ د تمدید واحد سیستم چې له موجوده نړیوالو معیارونو سره سم امنیتي نښې لري او په هوايي ډګرونو کې د ماشین د لوستلو وړ دی، د پاسپورت په ډېټابیس کې د پاسپورټ د سیستم جوړولو د ورته کمپنۍ له خوا د پام وړ تادیاتو په بدل کې یادې کمپنۍ ته ډیزاین، نصب او په لاره اچول شوی او دغه راز د هغه د نصب او فعالولو په برخه په نورو استازولیو کې هم ځای پرځای کیږي.»

خو په مکتوب کې راغلي چې په دې وروستيو کې داسې موارد رامنځته شوي چې ځینو استازولیو د بُن استازولۍ له همغږۍ پرته په مستقیم ډول د سيستم جوړونکې او سټېکر چاپوونکې کمپنۍ سره اړیکه نیولې، په سيستم کې یې ځینې خپلسري بدلونونه راوستلي، سټېکرونه له سريال نمبر پرته او په مستقيم ډول او له دې پرته چې په رسمي ډول د دوی په اختیار کې ورکړل شي، ترلاسه کوي چې دا عمل بې له شکه د موجوده سیستم د امنیت او روڼتیا په اړه ځینې اندېښنې راپورته کوي.

سرچينې د استازولیو د نوم له يادولو پرته ليکلي، د یو شمېر استازولیو د دا ډول خپلسرو کړنو د دوام مسووليت د دوى پر غاړه دى او د بن نمایندګي له دوى سره د تخنيکي همکاريو په برخه کې ځان مکلف نه ګڼي.

خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يوه پخواني چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک خبري اژانس ته وويل، په بُن کې سټېکر چاپ شوي او د پاسپورټونو د تمدید لپاره په عملي ډول ورڅخه کار اخیستل کېږي، خو په دې وروستيو کې ځينو استازولیو هڅه کړې چې سپين پاسپورټونه چاپ کړي.

هغه په دې تړاو په ترکیه او پولنډ کې د افغانستان د سفارتونو یادونه وکړه.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، دغو سفارتونو د پاسپورتونو د چاپ له کمپنیو سره خبرې کړې دي، خو تر اوسه د سپينو پاسپورټونو په چاپولو نه دي توانېدلي، او څرګنده نه ده چې د پاسپورټونو د چاپ کمپنۍ به ورسره موافقه وکړي او که نه.

هغه وايي چې له حکومت سره له همغږۍ پرته د استازولیو له لوري د پاسپورټ د چاپ هڅه، د قانون خلاف کار دی.

پژواک دغه موضوع د برېښناليک له لارې په ترکيه او پولنډ کې د افغانستان له سفارتونو سره شريکه کړې، خو تر اوسه یې (د سلواغې ۱۰مه، ماسپښین دوه بجې) ځواب نه دى ورکړى.

په بُن کې د افغانستان جنرال قونسل سيد لطف الله سادات په دې اړه چې د بُن استازولي د پاسپورټ د تمديد لپاره د سټېکر چاپ او لګولو صلاحیت لري او که نه، دغه نمایندګي د نورو استازولیو په پرتله څه ځانګړتیا لري چې د پاسپورټ د تمدید د واحد سیستم د نصب اقدام یې کړی او د مکتوب د متن وضاحت په اړه یې معلومات ورنه کړل، خو په یوه هېواد کې یو افغان دیپلوماټ چې نه غواړي نوم یې خپور شي وویل، بُن د پاسپورټونو د چاپ یوه حوزه ده او د ترکیې په ګډون په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان استازولۍ له دې حوزې سره اړیکې لري.

هغه وویل: «اوس د بن حوزې د خلکو د ستونزو د هواري لپاره چې کولای شي خپل پاسپورټونه تمدید کړي، یوه لاره لټولې چې د شخص د همغه پاسپورټ په یوه سپینه پاڼه کې د هغه ټول معلومات چاپ شي او د تمدید یو سټېکر ورته ووهل شي څو وکولای شي خپلې ستونزې حل کړي.»

نوموړی وايي چې یاد مکتوب د بُن-المان په حوزه کې د خپلسریو د مخنيوي په موخه اړوند استازولیو ته استول شوى دى؛ ځکه ځینو نمایندګیو هڅه کړې وه چې سټېکرونه په خپله جوړ کړي او بیا د مراجعینو پاسپورټونه په لیکلې (قلمي) بڼه تمدید کړي.

نوموړي د سپينو پاسپورټونو د چاپ لپاره د ځينو سياسي استازولیو د هڅو په اړه وویل: «ما هم په دې اړه اورېدلي، خو هغه کمپًنۍ چې پاسپورټونه چاپوي، عادي کمپنۍ نه دي چې هر څوک ورشي او پاسپورټ ورته چاپ کړي، دوی له امنیتي پلوه ډېر احتیاط کوي چې پاسپورټ د چا لپاره چاپ کړي. یوه لاره دا کېدلی شي چې یو کس د تېر حکومت په استازیتوب کمپنۍ ته ووایي چې موږ له تاسو سره قرارداد درلود او موږ ته پاسپورټ چاپ کړئ او یا هم موجوده اداره (د افغانستان سرپرست حکومت) له اړوندو کمپنیو سره تفاهم وکړي او هغوی قانع کړي څو پاسپورټونه چاپ کړي.

د هغه په ​خبره، د سپينو پاسپورټونو چاپول اسانه کار نه دی، خو تر اوسه په دې برخه کې کوم عملي اقدام نه دی شوی.‎

پژواک د سټېکرونو له لارې د پاسپورټونو د تمديد او د سپينو پاسپورټونو د چاپولو لپاره د هڅو موضوع، د اسلامي امارت له وياند ذبيح الله مجاهد سره شريکه کړه.

هغه په دې اړه وویل: «دغه کار غیرقانوني او جعلکاري ده. په خپله بهرنیو چارو وزارت خپل قراردادونه لري او د اړتیا په صورت کې کولای شي له خپلو سرچینو د پاسپورټونو اړتیا پوره کړي، اوس هم ډ‌ېر پاسپورټونه په اختیار کې لري او په هيڅ ځای کې هم د پاسپورټ د چاپ اړتیا نشته او که څوک یې چاپوي هم له هغه نه په جعلي ډول استفاده کوي.»

د افغانستان د سرپرست حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي هم ورته ځواب ورکړ او ویې ویل، په دې برخه کې هيڅوک جعل او تذویر نه شي کولای او که څوک د دغه کار هڅه هم وکړي، نتیجه نه ورکوي.

هغه زياته کړه چې د هېواد د بهرنيو چارو وزارت خپل اصول او معيارونه لري او له هیڅ ځای چاته له غير قانوني لارو د پاسپورټ د چاپ چانس نه ورکول کېږي.

کریمي د سټېکرونو له لارې د پاسپورټونو د تمدید په اړه وايي چې دغه کار د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت سره په همغږۍ نه دی شوی او ټول هغه کارونه چې د بهرنیو چارو وزارت د اصولو خلاف ترسره کېږي، جعلکاري ده او د ترسره کولو اجازه نه ورکول کېږي.

Visits: 146

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.