د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ښځو نړۍولې ورځې په مناسبت ویلي، د افغان مېرمنو، نارینه وو، نجونو او هلکانو د حقونو ملاتړ کوي او دا د افغانستان او سیمې د ثبات مسئله ده.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، ۷۴ افغان بندیان د سند ایالت له زندانونو ازاد او هېواد لېږدول شوي دي.
کابینې له نورو هېوادونو د افغان زندانیان رالېږدولو کمېټې جوړېدل تایید کړل او د دې کمېټې مشري به لوی څارنوال کوي.
افغان خبریاله تورپېکۍ امرخېل او د هغې د کورنۍ څلورو غړو هم تېره اونۍ د ايټاليا په سوېلي سمندرګي کې د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې ژوند بایللی دی.
د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په اتو ولایتونو کې یې د بېلابېلو جرمونو په تور ۲۹ کسان نیولي دي.
د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وایي، له ایرانه وارد شوي ۷۹ ټانکره بېکیفیته ډېزل یې د هرات له اسلامکلا بندره بېرته دغه هېواد ته ګرځولي دي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورورکوونکي په خپل نوي راپور کې ویلي، د ۲۰۲۲ کال په وروستیو شپږو میاشتو کې سره له دې چې په افغانستان کې یو څه هڅوونکي پرمختګونه هم شوي، د بشري حقونو وضعیت نور هم خراب شوی دی؛ خو اسلامي امارت دغه راپور ردوي.
د امریکا پنسلوانیا ایالت هوايي ډګر کې یو کس په الوتکه کې د چاودېدونکو لېږدولو په تور نیول شوی دی.
شنونکي د دوحې تړون د جګړې د پای او له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتلو لپاره ښه او تاریخي پرېکړه بولي خو وایي، سرغړونې ترې شوې او د همدغه تړون له مخې باید د بینالافغاني خبرو دروازه ونه تړل شي.
د اسلامي امارت چارواکي وایي، د امریکا متحده ایالتونو په وار وار د دوحې له تړونه سرغړونه کړې، له نړۍ سره تعامل ته اړتیا ده او اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښه تعامل غوښتونکی دی، خو امریکا نه یوازې دا چې له افغان حکومت سره تعامل نه کوي، بلکې د افغانستان په اړه یې نوره نړۍ هم احصار کړې ده.
کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۱): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو څېړنې کمېسیون د افغانالاصله فرانسوي خبریال مرتضي بهبودي موضوع