ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

برادر: امریکا د دوحې له تړونه سرغړونه کړې او نور هېوادونه هم له افغانستان سره تعامل ته نه پرېږدي

برادر: امریکا د دوحې له تړونه سرغړونه کړې او نور هېوادونه هم له افغانستان سره تعامل ته نه پرېږدي

کابل (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۱): د اسلامي امارت چارواکي وایي، د امریکا متحده ایالتونو په وار وار د دوحې له تړونه سرغړونه کړې، له نړۍ سره تعامل ته اړتیا ده او اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښه تعامل غوښتونکی دی، خو امریکا نه یوازې دا چې له افغان حکومت سره تعامل نه کوي، بلکې د افغانستان په اړه یې نوره نړۍ هم احصار کړې ده.

د دوحې تړون د ۱۳۹۸ کال د کب په لسمه، د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ملا عبدالغني برادر ترمنځ – چې اوس د افغانستان د سرپرست حکومت د ریاست‌الوزرا د مرستیال په توګه کار کوي – د قطر په پلازمېنې دوحه کې لاسلیک شو. د دغه تړون له مخې، بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل. په یاد تړون کې راغلي چې د افغانستان له خاورې دې د امریکا او د هغې د متحدانو پر وړاندې له ګواښ څخه مخنیوی وشي او بین‌الافغاني خبرې دې پیل شي.

بین‌الافغاني خبرې په دوحه کې پیل شوې، خو بې‌پایلې وې او د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه مخکینی حکومت وپرځېد او ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو.

نن په ارګ کې د دوحې تړون د درېیمې کلیزې نمانځغونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، درې کاله مخکې اسلامي امارت د هوکړه‌لیک په لاسلیکولو سره د افغانستان په تاریخ کې یو نوی فصل پرانیست او افغان حکومت د دغه تړون ټولو بندونو ته ژمن پاتې شوی دی.

نوموړي وویل، لکه څنګه چې افغانانو د جګړې په ډګر کې میدان ګټلی، همداسې یې په سیاسي ډګر کې هم خپله وړتیا او خپلواکي ثابته کړې ده.

برادر وویل، اسلامي امارت ټولګډونه حکومت جوړ کړی، د خلکو امنیت یې ساتلی او د اقتصادي پیاوړتیا په موخه یې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.

هغه وویل چې امریکا دغه تړون نقض کړی، نه دا چې له افغان حکومت سره تعامل نه کوي، نوره نړۍ یې هم احصار کړې ده او نه پرېږدي چې نور هېوادونه هم په اقتصادي برخو کې له افغانانو سره تعامل وکړي.

ملا برادر وویل، له نړۍ سره تعامل ته اړتیا ده او اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښه تعامل غوښتونکی دی.

هغه وویل، د نظام ساتنه د ټولو ګډ مسووليت دی او د اسلامي امارت چارواکي دې له غرور څخه ځان وساتي او ځانونه دې ولس ته نور هم نږدې کړي.

نوموړی وايي، کومو هېوادونو چې تازه د افغانستان د ثابت حق په اړه نېک ګام پورته کړی، د نړۍ نور هېوادونه دې دوی ته په کتو له افغانستان سره مثبت تعامل وکړي او خپل استقلالیت دې ثابت کړي.

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب‌الدین دلاور هم په دې غونډه کې وویل، د اسلامي امارت بریا د ټولو افغانانو ویاړ دی او دغه ویاړ د خپل ملت په رضایت سره ساتل کېږي.

هغه وویل، د افغانستان  په کلیو او بانډو کې د خلکو ملاتړ او جهاد اسلامي امارت بریا ته ورساوه.

نوموړي ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د دوحې تړون پلي کېدو ته ژمن پاتې شوی، خو امریکا له دغه تړونه څو ځلې سرغړونه کړې او دغه هوکړه‌لیک یې نقض کړی دی.

په یاده غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خېرالله خېرخواه هم وویل چې پر اسلامي امارت د بندیزونو لګول د دوحې له تړونه سرغړونه او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.

هغه وویل، امریکا باید د افغانستان شتمني نه وای کنګل کړې، دا د افغانانو حق دی، دوی دغه پرېکړه د تعصب له مخې کړې ده.

نوموړي زیاته کړه: «په بین‌الافغاني مذاکراتو کې د کابل ادارې استازو د ستونزو حل نه غوښت، موږ د خبرو بهیر د کامیابۍ لپاره له ډېر زغم څخه کار واخیست، خو دوی کې د دې قابلیت نه و.»

خېرخواه دا هم وویل چې د دوحې تړون په لاسلیکولو سره اسلامي امارت نړۍ ته وښوده چې افغانان تل ستونزې لومړی د خبرو له لارې حل کوي.

هغه زیاته کړه، وروسته له ۴۳ کلونو افغانانو ته دا چانس برابر شو چې په ټول هېواد کې په داسې ډاډه ډول ګرځي چې سر، مال او عزت یې په بشپړ ډول خوندي دی.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې د هېواد ابادۍ لپاره دې مټې را بډ وهي.

په یاده غونډه کې د افغانستان ملي راډیو تلویزون مشر احمدالله وثیق وویل چې افغانانو جګړه نه ده غوښتې او تل جګړې ته مجبور کړای شوي دي.

وثیق وویل، د دوحې تړون افغانانو ته دا هیله ورکړه چې ریښتنې مبارزه هېڅکله نه ناکامېږي.

Views: 285

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.