Language

«په ۳۱ ولایتونو کې نجونو ته د کانکور ازموینې فورمونو وېش پیل شوی»

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۱): د ازموینې ملي اداره وایي، د کابل په ګډون په ۳۱ ولایتونو کې له دوولسم ټولګي فارغو نجونو ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون فورمو وېش لړۍ پیل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت څه باندې یو کال وړاندې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې او د روان کال د لېندۍ په ۲۷مه د نجونو لوړې زده‌کړې وځنډولې. د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال په سلواغې میاشت کې د هېواد له ټولو خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو له موسسو وغوښتل چې د را روان لمریز کال لپاره د کانکور په ازموینه کې د نجونو نوم‌لیکنه تر بل امر پورې وځنډوي.

د پوهنې وزارت د لېندۍ په ۱۶مه په ټول هېواد کې په یوه ورځ د دوولسم ټولګیو له نجونو زده‌کوونکو څخه ازموینه واخیسته.

دغه وزارت د مرغومې په ۱۶مه مخابرې امریت ته په یوه مکتوب کې لیکلي چې د دغه مکتوب متن له نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو پرته د نورو ولایتونو د پوهنې ریاستونو ته واستوي.

په مکتوب کې - چې «د سړو او ډېرو سړو سیمو د ښځینه دولتي او خصوصي ښوونځيو د ۱۴۰۱ ه.ش ښوونیز کال د دوولسم ټولګیو د فارغانو د کانکور ازموینې لپاره نوم‌لېکنه» تر عنوان لاندې لیکل شوی – راغلي: «په دې توګه د پوهنې ولایتي ریاستونو ته لارښونه کېږي، تر څو د لوړو زده‌کړو له محترم وزارت څخه د کانکور ازموینې لپاره رالېږل شوې فورمې چې د ۱۴۰۱ ه‌ش کال ښځينه فارغانو لپاره رالېږل شوې دي، په خپل وخت سره د اړوند ښوونځیو له لارې ډکې او په ټاکلې موده کې یې نوموړي وزارت ته د اصولي کړنو په موخه ولېږي.»

د ازموینې ملي ادارې یوې باوري سرچینې پژواک خبري اژانس ته یاد مکتوب تایید کړ.

دغه سرچینه وایي، د همدغه مکتوب پر استناد له یادو درېیو ولایتونو پرته د دغې ادارې ټولو ولایتي استازو ته فورمې ورکړل شوې او د دوولسم ټولګي ښځینه فارغانو ته هم د کانکور ازموینې فورمې وېشل کېږي.

هغه په دې اړه چې ولې په یادو درېیو ولایتونو کې ښځینه فارغانو ته د کانکور ازموینې فورمې نه وېشل کېږي، معلومات ورنه کړل.

سرچینې وویل، په نورو ولایتونو کې نجونو ته د یادو فورمو د وېش لړۍ روانه ده.

د هغه د څرګندونو له مخې، دا چې له دغو فارغو نجونو څخه به د کانکور ازموینه واخیستل شي او که نه، هغه وروستۍ پرېکړه ده چې لوړو زده‌کړو وزارت پورې اړه لري.

د ازموینې ملي ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو امر نسیم‌ګل سهار هم په دې اړه پژواک ته وویل: «نو موږ خو ټولو ولايتونو ته د ﺫکورو او اناثو لپاره د ولايتي ظرفيت سره سم فورمې سپارلې دي او همدارنګه د کابل په ولسواليو کې هم ﺫکورو او اناثو ته توﺯيع روانه ده، خو دا چې ۱۴۰۲ کال کې به بيا کوم ډول شرايط مخې ته راځي، دا نو د لوړو ﺯده‌کړو وﺯارت تصميمونو پورې اړه لري.»

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند حافظ ضیا هاشمي په دې اړه چې له دوولسم ټولګيو فارغو نجونو ته په کانکور ازموینه کې د ګډون فورمې وېشل کېږي او ایا نجونو ته به د را روان کال په دغه ازموینه کې برخه ورکړل شي او که نه؟ وویل چې په دې اړه معلومات نه لري.

بېلابېلو کورنیو او بهرنیو سرچینو د نجونو پر زده‌کړو پر لګېدلو محدودیتونو نیوکې کړې، خو اسلامي امارت وایي چې دغه چاره موقتي ده او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د چاپېریال په برابرولو سره به نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړل شي.

[/restrict]