ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حماد: مرتضی بهبودي د رسنیزو فعالیتونو په تړاو نه دی نیول شوی

حماد: مرتضی بهبودي د رسنیزو فعالیتونو په تړاو نه دی نیول شوی

author avatar
27 Feb 2023 - 14:45
حماد: مرتضی بهبودي د رسنیزو فعالیتونو په تړاو نه دی نیول شوی
author avatar
27 Feb 2023 - 14:45

کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۱): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو څېړنې کمېسیون د افغان‌الاصله فرانسوي خبریال مرتضي بهبودي موضوع پلټلې او جوته شوې چې هغه د رسنیزو فعالیتونو په تړاو نه دی نیول شوی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د تېرې سلواغې میاشتې په ۱۸مه وویل چې افغاني‌الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي له څه باندې یوې میاشتې راهیسې په کابل کې د اسلامي امارت له خوا نیول شوی او په زندان کې دی.

سرچینې د بهبودي نیول غیرقانوني بللي او د هغه د خوشي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د یاد مرکز معلوماتو له مخې، مرتضی بهبودي د روان کال د مرغومي په ۱۵مه له فرانسې کابل ته د خبریال په توګه د کار او راپور چمتو کولو لپاره سفر کړی و.

د رسنیو یو شمېرو نورو ملاتړو بنسټونو هم د بهبودي خوشي کېدو غوښتنه کړې او دوه ورځې مخکې د بې پولې خبریالانو ټولنې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د بهبودي په خوشي کېدو کې مرسته وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو پر خپرونو د څار رییس مولوي عبدالحق حماد نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د مرتضی بهبودي د نیول کېدو موضوع رسنیزه نه ده.

حماد وویل: «د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د څېړنې کمېسیون په دغه کار کې مداخله وکړه، خو له پلټنو وروسته معلومه شوه چې دی د رسنیز فعالیت له امله نه دی نیول شوی او موضوع له دې پرته بله موضوع ده؛ ځکه موږ په دې برخه کې مکلفیت نه لرو.»

هغه وایي، هره موضوع چې رسنیزه وي، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولیت لري چې په هماغه برخه کې مرسته وکړي او موضوع یې وپلټي، خو که چېرې د رسنیو اړوند نه وي، امنیتي ارګانونه به یې په اړه څېړنې بشپړوي او د قانون په چوکاټ کې به یې په اړه پرېکړه کېږي.

د  راپورونو له مخې، بهبودي په ۱۶ کلنۍ کې په افغانستان کې د انځور اخیستونکي په توګه کار پیل کړ او بیا په ۲۱ کلنۍ کې فرانسې ته ولاړ؛ هلته یې خپل رسنیز فعالیت ته دوام ورکړ او د «ګیټي نیوز» ویبپاڼه یې جوړه کړه. هغه له بېلابېلو فرانسوي رسنیو سره هم کار کړی دی.

Views: 88

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.