ژبه

اتو ولایتونو کې د جرمونو په تور ۲۹ کسان نیول شوي

<p style="text-align: justify;">ابل (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۱): د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په اتو ولایتونو کې یې د بېلابېلو جرمونو په تور ۲۹ کسان نیولي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">کورنیو چارو وزارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، دغه کسان یې د غلا، جعلي اسنادو جوړولو، قمار او ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو په پلازمېنې کابل، کندهار، غزني، پکتیا، سرپل، نیمروز، کنړ او هرات ولایتونو کې نیولي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">سرچینې لیکلي، له دې ډلې اته کسان په کندهار کې د غلا، درې په غزني کې د غلا، دوه په نیمروز کې د غلا او جعلي اسنادو جوړولو، درې په پکتیا کې د غلا، لس په سرپل کې د قمار، دوه په کونړ کې د غلا او یو کس په هرات کې د ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو نیول شوي دي.</p>

ورته موضوع