Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ، فضا ته د بشر د سفر نړیوالې ورځې په مناسبت يوه پیغام کې ویلي، پښتو څلورمه رسمي ژبه ده چې په فضا کې ویل شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت وایي، په ټول هېواد کې د کوچني اختر درې ورځې د ولسي همکارۍ په مرسته د امن په فضا کې ولمانځل شوې.
ترکي رسنیو راپور ورکړی چې د تاجکستان اوسېدونکو لپاره ترکیې ته د سفر ویزې معافیت د دغه هېواد د ریاست جمهوري فرمان په صادرېدو لغوه شو.
ایراني رسنیو د دغه هېواد د البرز ولایت په مرکز کرج ښار کې د داعش ډلې د درېیو غړو او د هغوی د اتو ملګرو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې، د کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت د څرخي پله له زندانه د ۴۰ ښځو په ګډون ۴۰۶ بندیان خوشي شول.
د بښنې نړۍوال سازمان وایي، پاکستان دې په جبري ډول د افغان کډوالو ایستلو لړۍ ودروي او په دې اړه دې د نړۍوالې ټولنې غوښتنې له پامه نه غورځوي.
د مالیې وزارت وايي، د ۱۴۰۳ مالي کال بودجه تر اوسه توشیح شوې نه ده، خو دولتي کارکوونکو ته د وري میاشتې تنخوا د روژې مبارکې میاشتې او کوچني اختر په درنښت له اختره مخکې ورکول کېږي.
د اسلامي امارت مشرتابه امر کړی چې د روان لمریز کال له وري میاشتې څخه د ملکي او نظامي کارکوونکو له معاشونو د تقاعد وضع کېدل بند شي.
کابینې د کورنیو چارو وزارت له لوري د ترافیکي پېښو د مخنیوي طرحه تایید کړه او اړوندو ارګانونو ته یې دنده سپارلې څو یې پلې کړي.
اسلامي امارت په کندهار او نیمروز کې د بې پیلوټه الوتکو ګرځېدل تایید کړي، وايي امریکا د نږدې هېوادونو له فضا په استفادې د هېواد هوايي حریم نقضوي.
پخواني ولسمشر محمداشرف غني د نوي کال پیغام کې د نجونو زدهکړو پر پيل د ټېنګار ترڅنګ له ټولو افغانانو غوښتي چې نفاق ختم او زړونه سره یو کړي، څو افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې ودرېږي چې دې پرمختګ خواته روان دي.
په کابل کې د اذربایجان سفیر د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره په لېدنه کې ویلي، هیواد یې غواړي د اقتصاد، کرنې، تېلو او ګازو تر څنګ «د ټرانس کسپین» کوریدور په برخو کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ زیاتې کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن