Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د امریکا منتخب ولسمشر وایي، په دې اړه انتظار پای ته رسېدلی چې امریکا به یې ننداره کوي او د برېکس غړي هېوادونه به هڅه کوي په نړۍوالو معاملو کې له ډالر څخه لاس واخلي.
د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال د ریاستالوزرا له اداري مرستیال سره په ليدنه کې د کانونو د استخراج، سوادګریزو توکو پېرلو، د کرنې پراختیا او ترانسپورټي برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او ګډو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د قطر مستشار د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ته بلنه ورکړې ترڅو دغه هېواد ته د افغان ماهرو کارګرو د قانوني استولو برخه کې د هوکړهلیک د پلې کېدو په موخه دوحې ته سفر وکړي.
سيمهییز مسوولین وایي، فراه او غزني کې له څه باندې ۴۴۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او پنجشیر کې له ۵۰۰ کورنیو سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر په غزني ولایت کې یوه غونډه کې د یووالي پر اړتیا د ټينګار ترڅنګ ویلي چې د حاکم اسلامي نظام بقا او پرمختګ د ولس په ګډ کار او همکارۍ پورې تړاو لري.
کابل کې د ترکیې سفیر د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په ليدنه کې ویلي، هېواد یې له افغانستان سره اړیکو ته په مثبت نظر ګوري او هیله یې ښودلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکو اړیکو کې لا پرمختګ وشي.
د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي چې د سالنګ لویه لار د واورې ورېدو او توپان له امله د هر ډول تګراتګ پر مخ وتړل شوه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د صادراتي پروسې مراحلو طی کولو کې د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د کندوز ولایت په شېرخان بندر کې د صادراتو واحد مرکز پرانیستل شو.
په عمان کې د افغانستان سفارت وایي، د دغه هېواد د سوادګرۍ او صنایعو خونې د انرژۍ او کانونو کمېټې مرستیال له افغان سفیر سره به ليدنه کې په افغانستان کې د کانونو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د تازه حکم له مخې، په یو شمېر وزارتونو، ولایتونو او ادارو کې نوې ګومارنې شوې دي.
په کابل کې د پاکستان سفیر د ملي دفاع سرپرست وزیر سره په لېدنه کې پر ګډو همکاریو او د دوه اړخیزو اړېکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د صنعت او سوادګرۍ وزارت سرپرست د «حلال استانبول» نړۍوال نندارتون په پرانیستغونډه کې له ترکي چارواکو غوښتي څو په افغانستان کې د خپل هېواد د تولیداتو او محصولاتو نندارتون جوړ کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP