کابل (پژواک، ٣١ زمری ١٤٠٣): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، مولوي بدرالدین حقاني متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سفیر په توګه خپل باورلیک د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو څانګې ته وسپاره.
بدرالدین حقاني د ۱۴۰۲ کال د تلې په میاشت کې په یاد هېواد کې د اسلامي امارت د سفارت د چارسمبالي په توګه کار پيل کړ.
د افغانستان بهرنیو چارو پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «نن د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ښاغلي مولوي بدر الدین حقاني خپل باور لیک د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو د مرستیال وزیر وکیل ښاغلي سيف عبدالله الشامسي ته، په یو لړ رسمي مراسمو کې وسپارلو.»
سرچېنې لیکلي، حقاني د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړیکې تاریخي وبللې او الشامسي هم هیله څرګند کړه چې د دواړو هیوادونو اړېکې خورا ارزښتمنې دي او د نوي سفیرپه ټاکلو به دا دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي.
بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، د افغانستان نوی منل شوی سفیر به خپل باور لیک په نږدې راتلونکې کې د کوربه هېواد له اړخه د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د متحده عربي اماراتو د دولت رییس ته وړاندې کړي.