اسلامي امارت پر ایران د امریکا برید غندلی او دا یې د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ښکاره نقض بللی، ویلي یې دي چې دغه ډول بریدونه په سیمه کې جګړه او بېثباتي لا پراخوي.
د ایران د اټومي انرژۍ سازمان پر دغه هېواد د امریکا له هوايي بریدونو وروسته ویلي، د ایران پر اټومي سایټونو د نړۍوالو قوانینو خلاف بریدونه شوي او دوی اجازه نه ورکوي چې د دغه هېواد د اټومي انرژۍ صنعت د پراختیا بهیر ودرېږي.