منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۳ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

کابل کې ۲۵ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۲۰ کتنې

کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴): ستره محکمه وایي، د کابل ولایت د نشه‌يي توکو او مسکراتو د مخنیوي لومړنۍ محکمې له خوا ‍۲۵ مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.

د سترې محکمې خبرپاڼه کې راغلي چې یادو کسانو ‎ته د الکولي مشروباتو، د نشې ذیکپ او کا ټابلېټونو، چرسو او ښيښې د پلور او قاچاق په جرمونو سزا ورکړل شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، لومړنۍ محکمې یاد مجرمین له اوو میاشتو څخه تر دوه کاله او شپږو میاشتو پر تنفيذي بند او  له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي دي.

سترې محکمې لیکلي، دغه پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تایيد وروسته پر یادو مجرمینو تطبيق شوه.