کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې «د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي» او په بلخ او سرپل ولایتونو کې د څه باندې ۸۳۸ میلیون افغانیو په ارزښت د دوو سوداګریزو مارکیټونو جوړولو طرحې تایید شوې.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.
خبرپاڼه کې راغلي، غونډې ته د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي د بحث لپاره وړاندې شوه چې له هراړخیزې ارزونې وروسته تایید شوه.
اقتصادي معاونیت لیکلي، د یادې پالیسي لیدلوری «پر اسلامي اقتصادي نظام ولاړ پرمختللی او سوکاله افغانستان» او موخې یې «د پانګونې د جذب او پراختیا لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول؛ د کورنیو تولیداتو او صادراتو زیاتول؛ د اشتغال کچې لوړول او د بېوزلۍ کمول؛ پایداره اقتصادي پراختیا او وده؛ د اقتصادي ثبات، سوکالي او اسلامي ټولنیز عدالت ټینګښت» دي.
د خبرپاڼې له مخې، اقتصادي پالیسي به د هېواد د اقتصادي فعالیتونو په همغږي کولو، له منابعو څخه د غوره ګټې اخیستنې او د خصوصي سکټور د ملاتړ په برخه کې مهم رول ولري.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، همداراز په غونډه کې مالیې وزارت ته هدایت وشو څو د بغلان ولایت د مرکز پلخمري اړوند ۱۳ کلیو ته د برېښنا شبکې غځولو پروژې ته په ۱۴۰۴ مالي کال کې د اړتیا وړ بودیجه ځانګړې او د افغانستان برېښنا شرکت یاده پروژه تطبیق کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، د غونډې په پای کې په بلخ ولایت کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید شوه.
اقتصادي معاونیت لیکلي، د دې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د اته پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړولو لپاره ۷۴۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کوي چې ټولټال به ۸۷۸ دوکانونه ولري.
سرچينې دغه راز لیکلي، همدارنګه په سرپل ولایت کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه هم تایید شوه، د دې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د معیاري سوداګریز مارکېټ جوړولو لپاره ۹۶ میلیون افغانۍ پانګونه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP