Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ایران د اټومي انرژۍ سازمان: اجازه به ور نه‌کړو د اټومي انرژۍ صنعت پراختیايي بهیر ودرېږي

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د ایران د اټومي انرژۍ سازمان پر دغه هېواد د امریکا له هوايي بریدونو وروسته ویلي، د ایران پر اټومي سایټونو د نړۍوالو قوانینو خلاف بریدونه شوي او دوی اجازه نه ورکوي چې د دغه هېواد د اټومي انرژۍ صنعت د پراختیا بهیر ودرېږي.

اسرائیل د وړمې جمعې (د غبرګولي ۲۳مه) په سهار پر ایران بریدونه وکړل؛ له هماغې ورځې تر اوسه لس ورځې کېږي چې دواړه خواوې یو پر بل هوايي او توغندیز بریدونه کوي.

د امریکا متحده ایالتونه هم په مستقیمه توګه په دې جګړه کې ښکېل شول.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر، ډونالد ټرمپ نن اعلان وکړ چې په اصفهان، نطنز او فردو کې د ایران پر اټومي تاسیساتو برید شوی او له دغو بریدونو وروسته یې ایران ته خبرداری ورکړ چې که سولې ته غاړه کښې نه ږدي «راتلونکي بریدونه به تر دې سخت وي.»

د ایران د اټومي انرژۍ سازمان په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د اسرائیل له بریدونو وروسته، نن سهار په فردو، نطنز او اصفهان کې د دغه هېواد پر اټومي سایټونو د نړۍوالو قوانینو خلاف او «د نړۍوالې اټومي انرژۍ اژانس د بې‌پروایۍ او حتی همکارۍ په سیوري کې» د امریکا له لوري بریدونه وشول.

اعلامیه کې ویل شوي، تمه ده چې نړۍواله ټولنه د دې ناقانونیو د غندنې ترڅنګ له ایران سره د خپلو «قانوني حقونو د ترلاسه کولو» برخه کې ملتیا وکړي.

د ایران د اټومي انرژۍ سازمان لیکلي، اجازه به ور نه کړي چې د دغه ملي صنعت د پراختیا مسیر چې د «اټومي شهیدانو» د وینو حاصل دی، ودرېږي.

اعلامیه کې دغه‌راز راغلي، دغه سازمان د ایران د خلکو د حقونو د دفاع په موخه په خپل کاري پلان کې د حقوقي څارنې په ګډون لازم اقدامات شامل کړي دي.

د ایران سپاه پاسداران د دغه هېواد پر اټومي تاسیساتو د امریکا له برید وروسته خبرداری ورکړی چې«اوس زموږ لپاره جګړه پیل شوه.»

ورته مهال، د ایران د دولتي ټلوېزیون صدا و سیما سیاسي مرستیال بیا ویلي چې د امریکا تر بریدونو مخکې ټول اټومي مرکزونه خالي کړل شوي وو او دغو مرکزونو ته زیان نه دی اوښتی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.