کابل (پژواک) – د حوثیانو تر ادارې لاندې د یمن د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد پلازمېنې صنعا ته نږدې پر یوه کلي د سعودي هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان دي.
رویټرز راپور ورکړی چې دغه بریدونه پرون (شنبه) د صنعا ختیځ ته د حوثیانو تر نفوذ لاندې د بنيحشیش ښار په استوګنیزو کورونو شوي دي.
د راپور له مخې، د دغو بریدونو ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.
په صنعا کې د «صحتنا» روغتون مشر عبدالعزیز الدیلمي رویټرز ته ویلي چې د مرستندویانو په ګډون یو شمېر قربانیان لا هم د ودانیو تر خاورو لاندې بند پاتې دي.
هغه زیاته کړې، کله چې د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسېدې، نور هوايي بریدونه هم وشول چې له امله یې یو شمېر روغتیايي مرستندویان هم ووژل شول.
د الدیلمي په وینا، یو شمېر ټپیان چې روغتیايي وضعیت یې نازک و او د سر، سینې او پښو برخو کې یې ټپونه لرل، روغتون ته لېږدول شوي دي.
په همدې حال کې، د سعودي عربستان د نړۍوالو اړیکو مرکز اعلان کړی چې د دغو بریدونو اړوند راپورونه څېړي.
رویټرز ویلي چې په خپلواکه توګه یې د دغه راپور د کرهوالي تایید نه دی کړی.










