کابل (پژواک) – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که له ایران سره د اټومي پروګرام او هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په اړه خبرو اترو کې پرمختګ وشي، له دغه هېواد سره د جګړې د بیا پیل احتمال «ډېر کم» دی.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ له سياېناېن سره په یوه مرکه کې ویلي، دا موضوع د یوه پیاوړي هوکړهلیک په لاسلیک پورې تړلې ده او که اړتیا وي، امریکا بیا پوځي اقدام ته چمتو ده.
هغه زیاته کړې چې امریکا په سیمه کې درې الوتکې وړونکې بېړۍ لري چې په بشپړ ډول پوځي چمتووالي کې دي.
ټرمپ ادعا کړې چې امریکا په ایران کې ۳۸ پلونه او د برېښنا تولید مرکزونه د احتمالي بریدونو لپاره په نښه کړي، خو ویلي یې دي چې نه غواړي د دغه هېواد بنسټیز تاسیسات ویجاړ کړي، ځکه د بیارغونې لپاره به یې لس کاله وخت ولګېږي.
نوموړي همدارنګه ادعا کړې چې د ایران د هوايي دفاع ټول تجهیزات له منځه تللي او دغه هېواد اوس د خپل پخواني توغندیز ظرفیت یوازې ۱۰ سلنه او د بېپیلوټه الوتکو د تولید ۱۵ سلنه وړتیا لري.
د سياېناېن د راپور له مخې، ټرمپ ویلي چې ایران له اقتصادي پلوه له ستونزو سره مخ دی او امریکا د دغه هېواد پر وړاندې سخت پوځي بریدونه کړي دي. هغه د ایران د انفلاسیون کچه ۳۰۱ سلنه هم یاده کړې ده.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د راپور له مخې، له ایران سره د جګړې له پیله اته میاشتې تېرېږي، خو دواړه لوري په یوه ډول بنبست کې دي او د پام وړ پوځي او ډیپلوماتیک پرمختګ نه دی شوی.
د منځګړیتوب هڅې هم روانې دي؛ قطر د جمعې په ورځ ویلي چې ټرمپ د دغه هېواد له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره د کړکېچ د کمولو په اړه خبرې کړې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم د سیمې او ځینو نورو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره د جګړې او خبرو اترو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.










