منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۲ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د سینیګال سواحلو ته څېرمه د کډوالو د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۲۱ کسان مړه شوي

· ۱ دقیقه لوستل

د سینیګال د کورنیو چارو وزارت وایي، د دغه هېواد سواحلو ته څېرمه د کډوالو د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه شوي او یو کس ژوندی ژغورل شوی دی.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس نن (یکشنبه) د سینیګال د کورنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې دغه کښتۍ د پلازمېنې ډاکار شمال ته د کیبېمیر ښارګوټي سواحلو ته څېرمه ډوبه شوې ده.

د راپور له مخې، یاد وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي چې د شنبې تر ماښامه د ۲۱ کسانو مړي موندل شوي او یو کس ژوندی ژغورل شوی دی.

سرچینې ویلي چې د نورو احتمالي ژوندي پاتې کسانو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات روان دي.

د سینیګال د کورنیو چارو وزارت نه دي ویلي چې په بېړۍ کې ټول څومره کسان سپاره وو.

 د راپور له مخې، د لوېدیځې افریقا له سواحلو د هسپانیې د کانري ټاپوګانو پر لور د کډوالۍ سمندري لار د نړۍ له تر ټولو خطرناکو لارو څخه ده.