منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۵ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د ایران پر وړاندې د امریکا د احتمالي بریدونو اندېښنو د خلیج هېوادونو د ونډو بازار را غورځولی

· ۲ دقیقې لوستل
A Saudi investor monitors the stock exchange at the Saudi Stock Exchange, or Tadawul, on December 14, 2016  in the capital Riyadh. (Photo by FAYEZ NURELDINE / AFP) (Photo by FAYEZ NURELDINE/AFP via Getty Images)
A Saudi investor monitors the stock exchange at the Saudi Stock Exchange, or Tadawul, on December 14, 2016 in the capital Riyadh. (Photo by FAYEZ NURELDINE / AFP) (Photo by FAYEZ NURELDINE/AFP via Getty Images)

کابل (پژواک) – د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د خلیج د ډېری هېوادونو د ونډو بازارونه د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه مخ په ټيټه روان شول چې پانګه‌وال د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د راتلونکو اقداماتو او پر ایران د احتمالي نویو بریدونو په اړه د نښو په تمه وو.

د راپور له مخې، د شنبې په شپه د قشم په ګډون د ایران په سوېلي سیمو کې څو چاودنې شوې دي. تر دې وروسته د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک خبر ورکړی چې دوې تېل‌وړونکې بېړۍ پر ماینونو ور برابرې شوې او اور یې اخیستې دي.

د سعودي عربستان د ونډو بازار شاخص ۰.۸ سلنه راټیټ شوی چې د الراجحي بانک د ونډو ۱.۵ سلنه او د دغه هېواد د ملي بانک د ونډو ۱.۳ سلنه کمښت پرې اغېز درلود. د سعودي انرژۍ وزارت هم ویلي چې د یکشنبې په ورځ د یوې شنډې شوې حملې پاتې شوني په ریاض کې د سعودي ارامکو شرکت پر یوې اداري ودانۍ لګېدلي، زیان یې اړولی، خو مرګ‌ژوبله نه لري. د ارامکو ونډې هم ۰.۳ سلنه راټیټې شوې دي.

په ورته وخت کې، د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي چې د دغه هېواد یوې الوتکې د شنبې په ورځ یوه سوداګریزه بېړۍ په نښه او له کاره غورځولې ده. د یادې قوماندانۍ په وینا، دې بېړۍ هڅه کړې وه چې د ایران پر وړاندې د امریکا سمندري محاصره ماته کړي. بلخوا، د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف ویلي چې ریاض ته توغول شوي دوه بالستیک توغندي یې شنډ کړي دي.

د قطر د ونډو بازار هم د معاملاتو په پیل کې تر کمښت وروسته د ورځې په پای کې ۰.۵ سلنه راټیټ شوی دی. د دغه هېواد لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني الجزیرې ته ویلي چې دوحه لا هم د واشنګټن او تهران ترمنځ منځګړیتوب کوي، څو په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو مخه ونیسي.

د راپور له مخې، د خلیج له سیمې بهر د مصر د ونډو بازار شاخص هم ۰.۷ سلنه راټیټ شوی دی. د ابوقیر د کیمیاوي سرې جوړولو شرکت ونډې ۵.۸ سلنه او د مصر د سرې تولید شرکت ونډې ۵.۹ سلنه کمې شوې دي.

رویټرز د یوه شرکت د خبرپاڼې او د صنعت د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د مصر حکومت د سرې تولیدوونکو شرکتونو ته د طبیعي ګازو لېږد ۳۳ سلنه نور هم کم کړی دی. د مصر حکومت هڅه کوي چې د مایع طبیعي ګازو پر ګران‌بیه وارداتو خپله تکیه راکمه کړي. طبیعي ګاز په دغه هېواد کې د سرې د تولید لپاره هم د خامو موادو او هم د سون‌توکو په توګه کارېږي.