منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۷ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

ګوترېش: د اقلیمي بدلون تر ټولو ډېر زیان هغه هېوادونه ویني چې په رامنځته کېدو کې یې لږ ونډه لري

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک)- د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وایي، اقلیمي ناورین دوه‌ګونې بې‌عدالتي رامنځته کړې؛ ځکه هغه هېوادونه چې د اقلیمي بدلون په رامنځته کېدو کې یې تر ټولو لږه ونډه لرلې، تر ټولو ډېر زیانونه ویني او د نننیو ګلخانه‌يي ګازونو د خپرېدو بیه به راتلونکي نسلونه پرې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د معلوماتو له مخې، افغانستان د نړۍ له تر ټولو اقلیمي زیانمنو هېوادونو څخه دی، په داسې حال کې چې د نړۍ د ګلخانه‌يي ګازونو په تولید کې یې ونډه له ۰،۱ سلنې کمه ده.

ګوترېش د هسپانیې د سالامانکا په پوهنتون کې ویلي چې اقلیمي ناورین له یوې خوا د هېوادونو ترمنځ بې‌عدالتي رامنځته کړې او له بلې خوا د راتلونکو نسلونو پر ژوند هم ناوړه اغېزې کوي.

سالامانکا پوهنتون د راپور له مخې هغه زیاته کړې: «د کاربن ډای‌اکسایډ د هر ټن ګاز بیه به چې نن یې فضا ته خپروو، زموږ لمسیان پرې کوي.»

ګوترېش د اقلیمي بدلون پر وړاندې د بېړنیو او جدي اقداماتو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

بلخوا، د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، ګوترېش د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د ۳۱مې نړیوالې غونډې (COP31) په درشل کې ویلي چې نړۍ د اقلیمي بدلون پر وړاندې د اقدام له یوه برخلیک ټاکونکي پړاو سره مخ ده.

هعه له نړیوالو مشرانو غوښتي چې د ګلخانه‌يي ګازونو د خپرېدو د کمولو لپاره خپلې هڅې چټکې کړي او د اقلیمي بدلون پر وړاندې اقدامات ونه ځنډوي.

ټاکل شوې د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو ۳۱مه نړیواله غونډه سبا (د نومبر نهمه) د ترکیې په انتالیا ښار کې پیل شي او د نومبر تر شلمې دوام وکړي.