د ا.ا مرستیال ویاند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري پر ا.ا د بندیزونو د څار کمېټې د ماموریت غځېدو په غبرګون کې ویلي، دا پرېکړه «ظالمانه» ده، تاوان یې عام ولس ته رسېږي او کابل له ټولو جهتونو سره عادي اړیکې غواړي.
د اسلامي همکاریو سازمان، ایران، پاکستان، قطر، ترکیې، سعودي عربستان، اروپايي ټولنې او ځینو اوسنیو او پخوانیو افغان چارواکو په کابل کې د تېرې ورځې برید غندلی دی.
د لوړو زدهکړو وزارت وایي چې د هېواد په نهو ولایتونو کې یې د لوړو زدهکړو د ۱۱ خصوصي موسسو جوازونه علمي، تدریسي او اداري اصولو ته د نه ژمنتیا له امله لغوه کړي دي.
افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره په لېدنه کې ویلي، دغه ټولنه کوښښ کوي په نږدې راتلونکې کې د نړیوالو همکارو بنسټونو له لوري، افغان بزګرانو سره د کوکنارو بدیل کښت لپاره ۴۵ میلیونه یورو مرسته وکړي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړونې، د روغتیایي مرکزونو ریفورم او د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو په سوریه کې وروستي پرمختګونه د جګړې او بېثباتۍ له منځه وړل یاد کړي، هیئة تحریر الشام ته یې د بریا مبارکي ویلې او هیله یې څرګند کړې په دغه هېواد کې د واک لېږد د اسلامي نظام جوړېدو سبب شي.
ستره محکمه وایي، په کابل ښار کې دوو تورنو کسانو تعزیري سزا ورکړل شوه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ناروې د هغې پرېکړې له امله نا خوښي څرګنده کړې چې ویلي یې دي چې له افغانستان سره د ډيپلوماټیکو اړېکو کچه را ټیټوي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چي پاکستاني پولیسو په تېرو څو ورځو کې د اسلاماباد په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال نیولي او بندیان کړي یې دي.
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، د ارزو ټلویزیون د اسلامي ارزښتونو او ملي عنعناتو سره په ټکر کې کړنې ترسره کولې او د تړل کېدو پرېکړه یې د ټولنیز نظم د ټینګښت لپاره شوې ده.
وایي چې د ملګرو ملتونو سازمان په دغه ولایت او هلمند کې د کوکنارو د بدیل کښت پروژه پیلوي.
د ټولګټو وزارت وایي، د سالنګ لویې لارې د ګالریو او نښلوونکو سړکونو د کانکرېټاچونې چارې بشپړې شوې او تر راتلونکو شلو ورځو به د هر ډول وسایطو پر مخ پرانیستل شي