Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
پنجشېر کې د پولیسو لپاره یوه پنځه پوړیزه او یوه دوه پوړیزه ودانۍ، دوه جوماتونو او پنځه امنیتي پوستې جوړېږي.
چارواکي وایي، له پروانه تښتول شوې یوه ۱۳ کلنه نجلۍ نږدې یونیم کال وروسته په پنجشېر ولایت کې موندل شوې او په تړاو یې یو سړی او د هغه مېرمن نیول شوي دي.
د پنجشېر ولایت مقام د رسنیو دفتر اعلان کړی چې د پانګونې د جذب، اقتصادي ودې او د ګرځندوی صنعت پراختیا په موخه په دغه ولایت کې د صنعتي پارکونو جوړولو لپاره د ۵۰۰ جریب ځمکې پر تثبت او طرحې کار پیل شو.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي د پنجشېر له والي سره په لیدنه کې ویلي، دغه سازمان چمتو دی څو په پنجشېر کې د کانونو، کرنې، چاپېریالساتنې، ګرځندوی صنعت، روغتیایي او ښوونیزو خدماتو ښه کېدو برخو کې همکاري وکړي.
پنجشېر کې یو شمېر خلک لوړ ولور ته اندېښمن دي او وايي، دې ستونزې د یو شمېر ځوانانو د واده مخه نیولې ده. هغوی له عالمانو غواړي چې د لمانځه په خطبو کې دا ستونزه یاده او د دیني لارښوونو له مخې د ولور کمولو لپاره حللارې وړاندې کړي.
د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر وايي، د دغه ولایت د ځانګړې لوا له لوري له پریان ولسوالۍ د بدخشان بهارک ته غځېدلی نږدې ۳۰۰ کیلومتر سړک جوړیږي او د ۵۰ کیلومتره چارې یې ترسره شوې دي.
د پنجشېر عامې روغتیا ریاست وايي چې د روغتیا نړۍوال سازمان ورسره د څه باندې ۲۶ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د باکتریولوژي او پيسيار تشخیصیه دستګاوو مرسته کړې دي.
د پنجشېر د کانونو ریاست وايي چې نن د دغه ولایت له کانونو استخراج شوي ۲۰۳۴ قیراطه نور زمرد په ۱۳۱ زره او ۳۰۰ امریکایي ډالرو وپلورل شول.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، په پنجشېر ولایت کې د اسلامي نظام د ثبات، ولسي یووالي او انسجام غونډه جوړه شوه او ګډونوالو یې پر قومي یووالي ټینګار وکړ.
د پنجشېر امنیه قومانداني وایي، امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د عملیاتو پر مهال هغه دوه کسان نیولي چې «په خپلو شومو کړنو» یې خلکو ته اندېښنې پیدا کولې.
د پنجشېر امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز کې یو ځوان د لامبو پرمهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.
ځايي مسوولین وايي، د کونړ په ماڼوګي او نرنګ او د پنجشېر په لومړۍ حصه ولسوالیو کې د ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP