Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پنجشېر کې د پولیسو لپاره ودانیزې پروژې پلې کېږي

کابل (پژواک، ٢ غبرګولی ١۴۰۴): پنجشېر کې د پولیسو لپاره یوه پنځه پوړیزه او یوه دوه پوړیزه ودانۍ، دوه جوماتونو او پنځه امنیتي پوستې جوړېږي.

د پنجشېر امنیه قوماندانۍ ویاند حقمل سعد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پروژې کورنیو چارو وزارت منظورې کړې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، له یادو پروژو یوه د امنیه قوماندانۍ لپاره د نوې پنځه‌ پوړیزې ودانۍ جوړول دي چې ۷۵ اداري او استوګنیزې خونې به ولري.

هغه وايي چې د امنیه قوماندانۍ د مرکزي دفتر اساسي ترمیم او د دې قوماندانۍ لپاره د یوه جامع جومات جوړول هم په دغو پروژو کې شامل دي.

ده زیاته کړه چې دغه جومات به په یوه وخت کې د ۶۰۰ لمونځ‌کوونکو د ځایېدو وړتیا ولري.

سعد وايي چې د امنیتي ځواکونو لپاره د پنځو مهمو پوستو لپاره د ودانیو جوړول او د ياد ولایت ابشار ولسوالۍ کې د امنیه قوماندانۍ نوې دوه‌پوړیزې ودانۍ جوړول هم په یادو پروژو کې شامل دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د رخې ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ لپاره د یوه دوه‌پوړیزه جامع جومات جوړول هم له یادو پروژو دي چې پرانیسته یې هم وشوه.

حقمل سعد وویل چې د پاتې پروژو عملي چارې به هم ډېر ژر پیل او د څو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.

ده ونه ویل چې پر دغو پروژو به څومره لګښت راشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.