Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د هرات د امنیې قوماندانۍ په دغه ولایت کې د قتل او غلا په تور د دوو کسانو له نیول کېدو خبر ورکوي او وايي چې د یادو کسانو دوسیې به ډېر ژر عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
ځایي مسوولین وایي چې په هرات او پنجشېر ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.
په هرات، غزني او بغلان ولایتونو کې له نږدې ۵۰۰۰ زره دیني عالمانو او مدرسو له فارفانو د سویې تثیبت ازموینې اخیستو لړۍ پیل شوه او وروسته به دغه کسان د دوولسم او څوارلسم ټولګیو، لیسانس او ماسټرۍ تر کچې د فراغت سندونه ترلاسه کړي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاريخي ابداتو پر ساتنې او پالنې د ټينګار ترڅنګ وايي، د تېرې يوې مياشتې په موده کې ١٤٠ بهرنيو سيلانيانو دغه ولايت ته سفر کړى او له تاريخي او سياحتي ځایونو يې ليدنه کړې ده.
هرات کې ځيني ځوانان او کتاب پلورونکي د کتابونو مطالعې لپاره د انګیزې نشتوالي ته اندېښمن دي او وایي چې له ټولنیزو شبکو ډېره استفاده د دې لامل شوې چې د مطالعې ته د ځوانانو لېوالتیا کمه شي.
د هرات د غرهختونکو فډراسیون ریاست وايي چې د دغه فډراسیون یو شمېر غړو د خپلو ورزشي پروګرامونو په لړ کې وکولای شو چې د دغه ولایت په شمال کې د خواجه ابدال غره تر ټولو لوړه څوکه فتحه کړي.
د هرات له زلزلهځپلو او له پاکستانه راستنو شوو افغانانو سره د مرستې لپاره د ترکيې څه باندې ۵۰۰ ټنه خوراکي او غيرخوراکي توکي هرات ته راورسېدل.
هرات کې سیمهییزې سرچینې وايي چې نامعلومو وسلهوالو دغه ولایت کې دوه اهل تشیع دیني عالمان په ډزو وژلي دي.
له ایرانه ځيني را ایستل شوي افغان کډوال چې د اسلامکلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي، د ایران امنیتي ځواکونو له نامناسب چلنده شکایت کوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د څه باندې پنځهنیم میلیارده ډالرو په ارزښت د هرات ولایت د غوریانو په ولسوالۍ کې د غوریان اوسپنې څلورو بلاکونو د استخراج عملي چارې پیل شوې.
کابل (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۲): د احتمالي زلزلې له امله د افغانستان سترې محمکې د هرات ولايت له محبسه د لسګونو زندانيانو ازادېدو خبر ورکړی
. . .
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن