Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان خبریالانو مرکز په خپل کلني راپور کې ویلي، په ۲۰۲۳ کال کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو د سرغړونې ثبت شوې قضیې د ۲۰۲۲ کال په پرتله د کمیت له پلوه د پام وړ کموالی ښيي، خو د کیفیت او جوړښت له پلوه هیڅ بدلون نه دی لیدل شوی.
د هندوستان د کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې په یوه ورځنۍ لوبه کې د افغانستان نولس کلنو لوبډلې ماتې ورکړه.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو په اکثریت سره هغه پرېکړه لیک تصویب کړ ، چې د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي فریدون هادي سينيرلي اوغلو لخوا د افغانستان په تړاو چمتو شوی و.
افغانستان د کرکټ ددرېیو شل اووریزو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې متحده عربي اماراتو ته ستره ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې پر درېیو ملي لوبغاړو یې وروسته له هغه لګیدلي بندېزونه لرې کړل، چې هغوی ادارې سره د پرېکړې بدلولو لپاره اړیکه نیولې وه.
د افغانستان کرکټ بورډ د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د شل اووریزو لوبو لوبلړۍ لپاره ملي لوبډله اعلان کړه.
اټلانټا (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۲): افغانستان د کرکټ په دویمه یوه ورځنۍ تمریناتي لوبه کې هم متحده عربي اماراتو ته ستره ماته ورکړه. د افغانستان
په امریکا کې د افغانانو د مېشتېدنې یوه ملاتړې اداره وايي، چې پاکستان په زوره د افغان کډوالو د اېستلو د کمپاین په ترڅ کې سلګونه هغه افغانان هم شړلي چې امریکا ته د تګ په تمه په اسلام اباد کې مېشت وو.
د کرکټ یو شمېر کارپوهانو او مینه والو د درېیو لوبغاړو په تړاو د افغانستان کرکټ بورډ د وروستۍ پرېکړې په اړه بېلا بېل ډول نظرونه ورکړي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ د ملي ګټو پر ضد اقداماتو له امله پر درېیو ملي لوبغاړو فضل حق فاروقي، نوین الحق او مجیب ځدراڼ یو لړ بندېزونه لګولي او له دوی سره مرکزي قردادونه هم لغوه کړي دي.
د نجونو د زدهکړو ملي کمپاين په یوه اعلاميه کې له ا.ا غوښتي، چې د نوي تعليمي کال تر پيل مخکې دې د نجونو پر زدهکړو لګېدلي بنديزونه لرې کړي او د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې دې د هغوی پر مخ پرانيزي.
د چیک جمهوریت په یوه پوهنتون کې د ډزو له امله ۱۵ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP