Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د لوګر امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په برهکيبرک ولسوالۍ کې د وسلهوالو غلو یوه شپږ کسیزه ډله نیول شوې ده.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش ریاست وایي، د سوېلختیځ زون پنځو ولایتونو د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سلف فنس سبک (ISDO) یو ورځنۍ رزمي لوبې ترسره شوې.
د لوګر ولایتي روغتون کې د ملي دفاع وزارت د طبي علومو اکاډمۍ په ملاتړ د اورتوپيدي ځانګړې څانګه پرانیستل شوه.
لوګر کې د کرکټ ځايي مسوولین وایي چې د کوچني اختر لمانځنې په مناسبت د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د ولایت په کچه د ۳۸ لوبډلو ترمنځ لساوریزې سیالۍ ترسره شوې.
د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت له بازارونو راټول شوي اته ټنه بېکیفیته او تاریختېر خوراکي او غیرخوراکي توکي وسوځول شول.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش آمریت مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د ولایت په کچه د والیبال سیالۍ د ۳۸ غوره لوبډلو ترمنځ ترسره شوې.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د لسو غوره لوبډلو ترمنځ فوټسال سیالۍ د «پېروزي» لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د لوګر سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت د عینک مسو کان پر وړاندې پرتې ډېرې ستونزې هوارې شوې او چیني قراردادي شرکت دې ژر تر ژره له دغه کان څخه د استخراج عملي چارې پیل کړي.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ د «الیاس خان بابا» لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویلي چې د اسلامي نظام د بقا لپاره د ولس د غوښتنو اورېدل ضرور دي او هغوی ته دې د اړتیا له مخې خدمات وړاندې شي.
د لوګر ځايي مسوولین وايي، دغه ولایت کې هره ورځ ۴۰ زره لېتره شیدې تولید او پروسس کېږي او د کابل په ګډون ګاونډیو ولایتونه ته لېږل کېږي.
لوګر کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او څرخ ولسوالۍ کې له ۳۵۰ بېوزلو او اړو کورنیو سره د کوچنیو تجارتونو د پيل لپاره نغدي مرسته وشوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP