پلعلم (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د لوګر امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په برهکيبرک ولسوالۍ کې د وسلهوالو غلو یوه شپږ کسیزه ډله نیول شوې ده.
د لوګر ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت برهکيبرک ولسوالۍ په «یحی قلعه» سیمه کې تېره شپه امنیتي ځواکونو د وسلهوالو غلو یوه شپږ کسیزه ډله نیولې ده.
هغه زیاته کړه، دغه ډله چې مشري یې د جمشید په نوم یو کس کوله، له اوږدې مودې راهیسې د لوګر ولایت په بېلابېلو برخو کې د کورونو، هټیو، موټرو او دې ته ورته نورو غلاو کې ښکېل وه، تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د امنیتي ځواکونو له لوري د غلا پر مهال نیول شوې ده.
ده وویل: «یادو غلو په برهکيبرک ولسوالۍ کې له یوه کس څخه شاوخوا ۱۲ لکه افغانۍ غلا کړې وې او له یادو غلو څخه امنیتي ځواکونو ۹ لکه او ۵۰ زره افغانۍ، درې مېله تفنګچې او د غلا یو شمېر نور وسایل ترلاسه کړي دي.»
انس زیاته کړه، نیول شوي کسان به تر بشپړې پلټنې وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.
بلخوا، نیول شوو کسانو هم د رسنیو پر وړاندې پر خپل جرم اعتراف وکړ او زیاته یې کړه چې له اوږدې مودې راهیسې یې په دغه ولایت کې وخت ناوخت غلاوې کولې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP