پلعلم (پژواک، ۳۰ وري ۱۴۰۴): د لوګر د بدني روزنې او ورزش ریاست وایي، د سوېلختیځ زون پنځو ولایتونو د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سلف فنس سبک (ISDO) یو ورځنۍ رزمي لوبې ترسره شوې.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت امر انجنیر مزمل نعیمزي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سیالۍ د لوګر په کوربهتوب د پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د پلعلم ښار په دولتي جمنازیم کې ترسره شوې.
نوموړي زیاته کړه، د ترسره شوو سیالیو لومړی مقام لوګر لوبډلې، دويم خوست او درېیم مقام پکتیا لوبډلې خپل کړ.
نعیمزي زیاته کړه، یادې لوبې د «سلف فنس سبک» ورزش ته د سؤېلختیځ زون په کچه د ودې ورکولو، د ورزشکارانو ظرفیت لوړولو او د هغوی ترمنځ د ښو اړیکو رامنځته کولو په موخه ترسره شوې وې.
بلخوا، د یادو لوبو یوه ګډونوال احمدولید پژواک ته وویل، خوښ دی چې د سوېلختیځ زون د سلف فنس سبک سیالیو کې یې ګډون وکړ.
هغه زیاته کړه، اړتیا ده چې حکومت د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د سوېلختیځ زون ورزشکارانو ستونزو ته رسېدنه وکړي او دغه راز د ظرفیت لوړونې برخه کې بېلابېل روزنیز پروګرامونه جوړ کړي.
هېره دې نه وي چې د یادو سیالیو په پای کې د غوره مقام ګټونکو لوبډلو ته ځانګړې ډالۍ او مډالونه ووېشل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP