Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په افغانستان کې تر اوسه د مانکي پاکس (بېزو ټناکې) ناروغۍ مثبته پېښه ثبت شوې نه ده.
د عدلیې وزارت وایي، د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې یې په ۲۳ ولایتونو کې څه باندې ۲۵۹ جریب ځمکه امارتي تثبت کړې او په اوو ولایتونو کې یې څه باندې ۳۴ زره جریب ځمکه له غصبه خلاصه کړې ده.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راتلو خبر ورکړی دی.
د قطر د ورزش وزیر د افغانستان د المپیک ملي کمېټې له عمومي رییس سره په لیدنه کې له افغانستان سره د ورزش برخه کې د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.
د ا.ا د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز لومړي مرستیال د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قولاردو اړوند له نوو جوړېدونکو امنیتي پوستو لیدنه کړې ده.
د بلوچستان په مرکز کوېټه کې د واده یوه بس چپه کېدو له امله د دوو ښځو په ګډون پنځه کسان مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.
د مسکو فارمټ شپږمه مشورتي غونډه نن د لسو ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو د استازو په ګډون په مسکو کې جوړېږي.
د کابل ولایت مقام وايي، د دغه ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د ۴۱ میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د اسلامي امارت مشر شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال په خپلو خبرو کې ويلي چې د تېر حکومت کارکوونکي دې بېرته هېواد ته راستانه شي او دلته دې په عزت سره ژوند وکړي.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په مردان کې چاودنې درې کسان وژلي او د پولیسو په ګډون اته نور یې ټپیان کړي دي.
د کور او ښار جوړونې وزارت وایي، راتلونکې اونۍ به د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د بېسرپناه کورنیو لپاره د ښارګوټي د خط اچونې لړۍ پیل شي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست له ازبکستاني چارواکو سره لیدنه کې د افغان ټرانس پروژې د چارو پر تطبیق او بشپړېد د ټینګار ترڅنګ د افغانستان د کرنې برخې د میکانیزه کولو او د بزګرانو ظرفیت لوړونې په اړه خبرې کړې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن