Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د هلمند د سنګین ولسوالۍ یو اوسېدونکی جانمحمد چې نږدې ۱۲ کاله مخکې يې د کورنۍ ۱۸ غړي په بمبار کې وژل شوي، اوس سوله خپله یوازېنۍ هیله ګڼي او له حکومته غواړي چې مرسته ورسره وکړي.
د هلمند د کار او ټولنیزو چارو ریاست وايي چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې بې سرپرسته ماشومانو ته روزنتون جوړ شوی دی.
د هلمند مسوولین وايي، د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې دوه انسانتښتوونکي نیول شوي دي.
د هلمند مسوولین وايي، ولور اخیستل حرام دي او که چا واخیست عدلي او قضايي ارګانونو ته به ور معرفي شي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې نن د ۶۰ میلیون افغانیو په پانګونې د پنبې پروسس یوه نوې فابریکه پرانیستل شوه چې په یوه ساعت کې د پنځه ټنه پنبې د پروسس وړتیا لري.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د محکمې د پرېکړې له مخې د یوې مېرمنې په ګډون ۱۲ کسان په دُرو ووهل شول .
د کورنیو چارو وزارت په هلمند کې د څلورو نوو ولسوالیو د زیاتېدو منظوري ورکړې او اوس د دغه ولایت د ولسوالیو شمېر ۱۷ ته لوړ شو.
د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې – چې په تېرو شلو کلونو کې د جګړو مرکز و – له تېرو درېیو میاشتو راهیسې زرګونه ماشومانو ته د زدهکړې زمینه برابره شوې ده.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، په تېرو څو ورځو کې له مرکز لښکرګاه څخه یې شاوخوا ۴۰ سوالګر او بېسرپرسته ماشومان راټول کړي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نن د دغه ولايت په مرکز لښکرګاه کې د یوناما له یوه استازي سره په لیدنه کې وویل، سیمهییزې رسنۍ اطلاعاتو ته پوره لاسرسی لري خو له مالي ستونزو سره مخ دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن