Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د هلمند سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې ۳۴ ټنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي سوځول شوي دي.
د هلمند سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په ګرمسېر او بغني ولسوالیو کې د ۹،۵ میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو دوې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د هلمند سیمهییز مسوولین وايي چې په مرکز لښکرګاه ښار کې د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ لپاره د ۷۵ میلیون افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د هلمند سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د ۲۶ میلیون افغانیو په ارزښت یو روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د لغمان سیمهییز مسوولین وایی، د دغه ولایت په مرکز او دوو ولسوالیو کې له ۷۵ اړمنو مېرمنو سره د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په موخه د خیاطۍ د وسایلو مرسته وشوه.
د هلمند مرکز لښکرګاه ښار ته په لس کیلومترۍ کې د بست تاریخي کلا ته غځېدلی اته کلیومتره سړک د یوه ځايي اوسېدونکي له لوري په شخصي لګښت رغول کېږي چې اوسمهال یې د هوارولو او جغلاچونې چارې روانې دي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري لسګونو ځوانانو ته د نلدوانۍ، موبایلونو د ترمیم، رنګمالۍ او برق برخو کې روزنیز پروګرام پیل کړی دی.
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې یوه افغان سوداګر د وحشي او ځنګلي ژوو ساتنې په موخه د ۶۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو شخصي ژوبڼ جوړ کړی چې له بېلابېلو ولایتونو یې خلک لیدو ته ورځي.
د هلمند د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین وایي، د پژواک د راپورونو له خپرېدو وروسته یې اوس د دغه ولایت په اتو ولسوالیو کې مخابراتي خدمات پیل کړي دي.
هلمند کې یو شمېر صنعتکاران چې په خپلو کورونو کې لاسي صنایع تولیدوي، شکایت کوي چې دغه ولایت کې د لاسي صنایعو د پلور لپاره هیڅ ځانګړی مارکېټ نشته او امله یې د دوی توکي مناسب بازار نه لري.
هلمند کې ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د سنګین دوراهي سیمه کې د کابل – کندهار پر لویه لار د یوې ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
د هلمند د پوهني ریاست مسوولین وایي، د پژواک د راپورونو له خپرېدو وروسته اوس د دغه ولایت په ۱۸ ولسوالیو کې شلو ښوونځیو ته د ودانیو جوړېدو چارې پیل شوې چې په نږدې وخت کې به بشپړې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP