Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د هوايي ځواک اړوند یوه (MD-530) ډوله چورلکه د سمنګان په خُلم ولسوالۍ کې د برېښنا له یوې پایې سره د لګېدو له امله لوېدلې او پکې دوه پیلوټان مړه شوي دي.
د سمنګان مسوولین وايي چې د جمهوريت مهال د بامیان والي طاهر زهیر له دوو کلونو وروسته د سمنګان په درهصوف پایان ولسوالۍ کې له اسلامي امارت سره یوځای شو.
په سمنګان کې یو شمېر مدني فعالان وايي، حکومت دې د دغه ولایت په تاریخي ځایونو کې د خپلسرو کیندنو مخه ونیسي او د هغو ساتنې او مراقبت ته دې جدي پاملرنه وکړي.
د میدان وردګو امنيتي مسوولین وايي، په دغه ولايت کې يې د غیرمسوول وسلهوال عليپور يوه اندازه وسلې ترلاسه کړې او د نشهيي توکو د پلور په تور یې یو کس نیولی دی.
د سمنګان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، د ۱۴۰۱ کال له پیل راهیسې ۱۱ زره ۵۴۰ کورني او ۷۳ بهرني سیلانیانو د دغه ولایت له تاریخي ځایونو څخه لیدنه کړې ده.
د سمنګان مرکز ایبک ښار د اعتیاد پرېښودو په کمپ کې یو شمېر روږدي- چې له څو میاشتو راهیسې دلته ساتل کېږي- د امکاناتو له کمښت او د کافي خوړو له نشتوالي شکایت لري.
د سمنګان د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د سړې هوا، د وښو کمښت او د تېرو کلونو وچکالیو له امله له ۱۰ زرو څخه ډېر څاروي له منځه تللي دي.
په روان کال کې په ماشومانو کې د سینه بغل ناروغۍ ۷۰ سلنه زیاتوالي او د ناروغلرونکو مراجعه، د سمنګان ولایتي روغتون د بسترونو له کمښت او پایوازانو لپاره د مناسب ځای له نشتوالي سره مخ کړی دی.
د سمنګان د ولایتي روغتون مسوولین وايي، د ۲۰۲۲ کال له پیله تر پایه په دغه روغتون کې د خوارځواکۍ څه باندې ۶۲۱ پېښې ثبت شوې چې د تېر کال په پرتله اته سلنه ډېروالی ښيي.
ترینکوټ (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۱): اروزګان کې له ۸۷۷ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو او سمنګان کې له ۳۶۱۰ کورنيو سره د نغدو پيسو
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن