Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د نیمروز امنیتي سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د نشې د څه باندې ۸۰۰ زره ټابلېټونو د قاچاق مخه نیول شوې او په تړاو یې درې کسان نیول شوي هم دي.
د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې په ځینو درملتونونو کې د بېکیفیته درملو له موجودیته شکایت او د هغو د مخنیوي غوښتنه کوي چې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي چې په دې اړه یې ځیني اقدامات کړي دي.
نیمروز کې ځايي سرچینې د بېلابېلو جرمونو په تړاو د ۳۱ کسانو د نیولو او د پنځه ټنه تاریخ تېر او بېکیفیته درملو او خوراکي توکو سوځېدو خبر ورکوي.
نیمروز کې ځايي مسوولین خبر ورکوي چې د دغه ولایت په زندان کې «د سولري برېښنا سیستم برخه کې د زدهکړې درې میاشتنی روزنیز پروګرام پیل شو.
د نیمروز ځیني اوسېدونکي د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې د غوږونو او ستوني برخې ډاکټرانو له نشتوالي شکایت کوي، بلخوا، د نیمروز د عامې روغتیا ریاست هم دغه ستونزه مني او وايي چې د حل لپاره یې پلان لري.
د نیمروز د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس وایي چې د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې کډوالو ته د ښارګوټي جوړولو لپاره ۱۵۰۰ جریب ځمکه ځانګړې شوې ده.
د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د نورو ولایتونو په پرتله د ایران د ویزې له لوړې بیې شکایت لري او وایي چې د دې ستونزې هواري لپاره دې په دغه ولایت کې د ایران کونسلګري پرانیستل شي.
د نیمروز امنیتي مسوولینو د نږدې ۹۰۰ کیلوګرامه نشهیي توکو د کشف او ضبطېدو خبر ورکړی دی.
نیمروز کې د شکېبا په نوم یوه ښځه چې د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې یې د عکاسي او فوټوکاپي دوکان جوړ کړی وايي، که ملاتړ یې وشي، خپل کاروبار به پراخ کړي او ډېرې نورې ښځې به پر کار وګوماري.
په نیمروز کې د اعصابو یو متخصص د اعصاب اراموونکو درملو له حده ډېره استفاده پر دغو درملو د روږدي کېدو لامل ګڼي او سپارښتنه کوي چې دغه درمل دې په دوامداره ډول نه کارول کېږي.
نیمروز کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې څه باندې ۷۰۰ د موسیقۍ الې او قیلونونه سوځول شوي دي.
زرنج (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۳): نیمروز کې یوه امنیتي سرچینه وايي چې د دغه ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې ایران هېواد ته
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP