Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
نیمروز کې یو شمېر غالۍاوبندونکې ښځې او د دغه صنعت کاروباریان د پلور بازار پیکه کېدو ته اندېښمن دي او له سرپرست حکومته غواړي چې د غالۍاوبدلو صنعت ژوندي ساتلو او کارموندنې په موخه د غالۍاوبدلو کارګاوې جوړې او ښځې کار ته جذب کړي.
د نیمروز ځایي مسوولین وایي چې د کمال خان بند درې ټوربینونه فعال شوي او ډېر ژر به له دغه بنده مرکز زرنج ته برېښنا ورکړل شي.
نیمروز کې ځایي سرچینو په دغه ولایت کې په تېرو شپږو میاشتو کې د دوه ټنه نشهیي توکو سوځولو خبر ورکړی وایي چې په دې تړاو ۱۵۰ کسان نیول شوي او عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شوي دي.
د نیمروز ولایت د دلارام ولسوالۍ امنیتي مسوولین وايي، دې ولسوالۍ کې یې د نشهیي توکو دوه کارخونې کشف او سوځولې دي.
د زرنج ښار ځیني اوسېدونکي، نیمروز کې د ترافیکي اشارو نشتوالي او دغه ښار کې د ماشومانو له لوري د موټر چلوونې له امله شکایت لري، بلخوا د دغه ولایت د ترافیکو اداره وایي، ترافیکي ستونزو ته د رسېدنې په موخه یې کمېټه جوړه کړې ده.
مېرمن لیلما چې دمګړۍ یې نیمروز کې د خیاطۍ یوې کارګاره په جوړولو څو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې وایي، غواړي په راتلونکي کې خپلې سوداګرۍ ته وده ورکړي او ۵۰۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.
د نیمروز ولایت ځایي مسوولین وایي چې د کمال خان بند د هغه کانال د جوړېدو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو چې زرنج ښار ته اوبه رسوي.
نیمروز کې سیمهییز مسوولین وايي، د ایران د زاهدان له الغدیر زندانه ۲۰۰ افغان بندیان خوشي او افغانستان ته وسپارل شول.
د نیمروز ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په زرنج ښار کې د ترافیکي پېښې له امله یو ماشوم مړ او یو بل کس ټپي شوی دی.
جرګه هغه ټولنیز جوړښت دی چې له لارې یې له پخوا راهیسې په ټولنه او کورنيو اختلافات حل کېږي؛ په دې وروستيو کې په نيمروز کې د جرګې له لارې د دوو وروڼو ترمنځ هغه دښمني چې تر شا یې د څلورو کسانو د قتل موضوع پرته وه، پای ته ورسېده.
د نیمروز د کرنې، اوبو لګولو او مالدرۍ ریاست وايي، په دغه ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو کچه د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه کم شوي دي.
زرنج (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۲): نیمروز کې یوه امنیتي سرچینه وایي، پنځه افغان ځوانان چې غوښتل یې ایران ته ولاړ شي، له افغانستان سره پر
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP