د جرګو له لارې د اختلافي مسایلو حل؛ نیمروز کې یو قومي مشر مولوي ګلاحمد احمدي چې د خپل ژوند درې لسیزې یې په شخړو او دښمنیو کې د ښکېلو لورو روغې جوړې ته وقف کړې وايي، هغه دښمنۍ یا شخړې چې د جرګو له لارې حل کېږي، د ښکېلو لورو د خوښۍ لامل ګرځي.
په نیمروز کې د وچکالۍ په اړه د پژواک د یوه راپور له خپرېدو وروسته چې ځيني کورنۍ کډه کېدو ته اړې شوې وې، یوه خیرخواه کس د دغه ولایت د یوه کلي د اوسېدونکو د څښاک پاکو اوبو د ستونزې هواري په موخه څاه وکنله او خلک یې د اوبو راوړلو په موخه له دوه ساعته مزله خلاص کړل.
یو شمېر افغان نجونې وايي چې له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو له ځنډېدو وروسته بېکاره نه دي کښېناستلې او خپلو هيلو ته د رسېدو لپاره یې د زدهکړو نوي فرصتونه انتخاب کړي دي.
د نیمروز امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره نښته کې درې غله وژل شوي دي.
نیمروز کې یو شمېر بېسرپرسته او بېوزلي ماشومان چې له کثافاتو د توکو ټولولو له لارې خپلو کورنیو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي، له اسلامي امارته غواړي چې د دوی ملاتړ وکړي او د زدهکړو زمینه ورته برابره کړي.
نیمروز ولایت کې د ماشومانو داخله ناروغیو یو متخصص تنفسي ناروغۍ، په ځانګړي توګه سینه بغل خطرناک بولي، له کورنیو غواړي چې د سینه بغل نښو د لیدو په صورت کې د کورنۍ درملنې پر ځای دې ناروغ ژر تر ژره روغتیايي مرکز ته ولېږدوي.
د نیمروز مرکز زرنج ښار یو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې په بازار کې د سون توکو د بیو کنټرول غوښتنه کوي چې مسوولین وايي، له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي.
ډاکټران د غیرمسلکي کسانو له لوري زېږون په داسې حال کې خطرناک بولي چې په غور کې یو شمېر مېرمنې وايي، د ځینو ټولنیزو ناسمو دودونو او د ښځینه متخصصو ډاکټرانو او نسايي ولادي روغتونونو کموالی هغه لاملونه دي چې دوی په کور زېږون ته اړباسي.
د نیمروز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس په دغه ولایت کې د مخابراتي خدماتو د کیفیت ښه کېدو خبره کوي او وایي، د نوري فایبر د لېږد پروژه اویا سلنه بشپړه شوې او دغه راز د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۵ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شوي دي.
د نیمروز د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولین وایي چې دغه ولایت کې ایران ته د ۳۵ کمیابه مرغانو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
نیمروز کې سیمهییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د یوه روغتیايي مرکز او یوه ښوونځي د ودانیو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوې.
د نیمروز ځایي سرچینو په زرنج ښار کې د درېیو رغنیزو پروژو د چارو د پیل په اړه خبر ورکړی او وایي چې پر دغو پروژو څه باندې ۳۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP