ژبه

نیمروز کې د درېیو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

زرنج (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۳): د نیمروز ځایي سرچینو په زرنج‌ ښار کې د درېیو رغنیزو پروژو د چارو د پیل په اړه خبر ورکړی او وایي چې پر دغو پروژو څه باندې ۳۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

د زرنج‌ ښاروال مولوي صلاح الدین ممتاز پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې پروژو کې د برېښنا د ۱۹۴ اوسپنیزې پایو نصبول، د شولډرونو کانګرېټ، د کټارو او بلوارونو په ګډون د ورېښمو سړک قیرول شامل دي.

د هغه په خبره، په زرنج ‌ښار کې د برېښنا د ۱۹۴ اوسپنیزو پایو لګولو پروژه د درې میلیونه ۱۳۷ زره او ۵۱۴ افغانیو په لګښت د ښاروالۍ له بودجې تطبیقېږي.

نوموړی وایي چې دا پروژې به درې میاشتې وخت ونیسي، له زینتي بیرغونو او څراغونو سره د برېښنا ۱۹۴ اوسپنیزې پایې به د زرنج‌ ښار په پنځو ځایونو کې ولګول شي.

د زرنج‌ ښاروال د ‌ښار په کچه پر شولډرونو د کانکرېټ اچونې خبر هم ورکړ او ویې ویل چې دا پروژه ۱۰ میلیونه ۹۶۳ زره او ۷۶۵ افغانۍ لګښت لري.

هغه وویل چې په دې پروژه کې چې کارونه یې د نادر قسمت شرکت له خوا پر مخ بیول کیږي، په څلورو میاشتو کې به په زرنج‌ښار کې پر ۹ کیلو متره سړک کانکرېت هم واچول شي.

نوموړي درېیمې پروژې ته په اشارې وویل چې د کټارو او بلوارونو په ګډون د ۱۰۵۰ مترو په اوږدوالي د ورېښمو سړک قیر کولو پروژه د ښاروالۍ په ۱۹ میلیونه ۲۶۰ زره او ۱۹۰ افغانۍ بودجه پلي کیږي.

هغه وایي چې د دې پروژې کار چې د فراه لمر شرکت لخوا پر مخ بیول کیږي، د څلورو میاشتو په موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.