Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
سرپل کې یوه متشبثه مېرمن وحیده فیضي چې تازه یې د شیرینيپزۍ یوه کارخونه جوړه کړې، وايي، که ملاتړ یې وشي، کولای شي ډېرو نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي.
اروزګان او سرپل کې د سېلابونو او توپان له امله د څلورو ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه شوي دي.
د سرپل ځایي مسوولین وایي چې سرپل کې د وروستیو سېلابونو له امله څه باندې زر هکتار کرنیزه ځمکه او ۴۲ سربندونه ویجاړ شوي دي.
د سرپل د فوټسال ټورنمنټ چې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ پیل شوی و، د شهید اختري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
سرپل کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه پنځه کلنه ماشومه مړه شوې ده.
د بغلان په ډنډغوري ولسوالۍ کې د ۱۸ او د سرپل په مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېببال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.
سرپل کې یو شمېر کروندګر د پیازو د بیې ټیټوالي له امله اندېښنه څرګندوي او وايي، حکومت دې له ګاونډیو هېوادونو څخه د پیازو د وارداتو مخه ونیسي او یا دې د دغه محصولاتو پر وارداتو ګمرکي تعرفه لوړه کړي.
سرپل کې د کرنې ریاست مسوولین وايي چې تېر کال ژمي کې د سړې هوا له امله په دغه ولایت کې سږ کال د چهامغزو حاصلات نږدې ۳۰ سلنه کم شوي، خو سرپل کې بڼوال او بزګر د کرنې او بڼوالۍ د مېکانیزه کولو غوښتنه کوي.
د سرپل امنیه قومانداني وايي چې نامعلومو کسانو د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې یو سپینږیری د چاقو په ګزارونو وژلی دی.
سرپل کې د پوهنې مسوولین وايي، د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د یوه سوداګر له خوا د سل زره ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
سرپل کې امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په صیاد ولسوالۍ کې یو ځوان وژل شوی او په تړاو یې د هغه مېرمن نیول شوې ده.
ځایي مسوولین وايي، د فوټبال خزاني سیالۍ چې د سرپل ښار د ښوونځیو لوبډلو ترمنځ یوهنیمه میاشت مخکې پیل شوې وې، د امام یحیی ښوونځي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن