Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
سرپل کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه پنځه کلنه ماشومه مړه شوې ده.
د بغلان په ډنډغوري ولسوالۍ کې د ۱۸ او د سرپل په مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېببال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.
سرپل کې یو شمېر کروندګر د پیازو د بیې ټیټوالي له امله اندېښنه څرګندوي او وايي، حکومت دې له ګاونډیو هېوادونو څخه د پیازو د وارداتو مخه ونیسي او یا دې د دغه محصولاتو پر وارداتو ګمرکي تعرفه لوړه کړي.
سرپل کې د کرنې ریاست مسوولین وايي چې تېر کال ژمي کې د سړې هوا له امله په دغه ولایت کې سږ کال د چهامغزو حاصلات نږدې ۳۰ سلنه کم شوي، خو سرپل کې بڼوال او بزګر د کرنې او بڼوالۍ د مېکانیزه کولو غوښتنه کوي.
د سرپل امنیه قومانداني وايي چې نامعلومو کسانو د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې یو سپینږیری د چاقو په ګزارونو وژلی دی.
سرپل کې د پوهنې مسوولین وايي، د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د یوه سوداګر له خوا د سل زره ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
سرپل کې امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په صیاد ولسوالۍ کې یو ځوان وژل شوی او په تړاو یې د هغه مېرمن نیول شوې ده.
ځایي مسوولین وايي، د فوټبال خزاني سیالۍ چې د سرپل ښار د ښوونځیو لوبډلو ترمنځ یوهنیمه میاشت مخکې پیل شوې وې، د امام یحیی ښوونځي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د سرپل یو شمېر کروندګر د تېر کال په نسبت د پنبې د بیې پنځوس سلنه ټیټوالي له امله اندېښمن دي، خو د کرنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت د پنبې لپاره د بازار پیدا کولو په هڅه کې دي.
د سرپل د مرکز اړوند قوشتېپې سیمې ځیني اوسېدونکي د دې سیمې د کانال د سربند جوړولو چارو د پیل غوښتنه کوي او وايي چې د یاد سربند د جوړېدو چارې له پنځو کلونو راهیسې په ټپه ولاړې دي.
سرپل کې د یوه ملي سوداګر په مالي مرسته د ۱۰۰ جوړو ګډ واده مراسم د حکومتي مسوولینو، دیني عالمانو او د دغه ولایت د ځینو اوسېدونکو په حضور کې ترسره شول.
سرپل کې ځايي مسوولین وایي د دغه ولایت په سوزمهقلعه ولسوالۍ کې د سېلاب راوتلو له امله یوه ښځه او یو ماشوم مړه شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن