ژبه

د بلخاب – سرپل لار د سختې واورې ورېدو له امله تړل شوې

سرپل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۳): سرپل کې ځايي مسوولین وايي چې د سختې واورې ورېدو له امله د دغه ولایت له مرکز سره د بلخاب ولسوالۍ لار په «قم کوتل» سیمه کې تړل شوې ده.

د سرپل والي ویاند مولوي حبیب‌الله مسرور پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې شپې د سختې واورې ورېدو له امله د دغه ولایت له مرکز سره د بلخاب ولسوالۍ لار په «قم کوتل» سیمه کې تړل شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په یاده سیمه کې د واورې پاکولو مسوول قراردادي شرکت هڅه کوي څو ژر تر ژره یاده لار د تګ راتګ پر مخ پرانیزي.

هغه دغه‌راز وویل: «له نیکه‌مرغه د سرپل په نورو سیمو کې وروستیو ورښتونو خلکو ته زیان نه دی اړولی.»

ورته موضوع