سرپل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۴): د سرپل د الجهاد او صیاد ولسوالیو یو شمېر خلک په خپلو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي شکایت کوي او وايي چې خپلې د اړتیا وړ اوبه له لرو ساحو راوړي چې له امله یې له سختو ستونزو سره مخ دي.
د یادو سیمو خلک له حکومته غواړي چې د دوی دې ستونزې ته دې رسېدنه وکړي.
د مسوولینو د معلوماتو له مخې، په الجهاد ولسوالۍ کې ۴۳ زره او په صیاد کې څه باندې ۶۵ خلک ژوند کوي.
د صیاد ولسوالۍ د درهبند کلي اوسېدونکی محمدعلي بهرامي خپله کیسه داسې پیلوي: «په کومو سیمو کې چې موږ ژوند کوو، د څښاک اوبه نشته، خپلې د اړتیا وړ اوبه له لرې ساحې له یو چینې راوړو چې هلته هم نوبت ته درېږو، ساعتونه وخت مو ضایع کېږي، د چینې اوبه هم کمې دي او بوشکې ژر نه ډکېږي، هر څوک چې اوبو پسې ځي، هغه ورځ خپلو نورو کارونو ته نه شي رسېدلای.»
هغه د څښاک اوبو نشتوالي له امله د ژوند سختیو ته په اشاره وايي، په سیمو کې یې یوازې تروې اوبه شته، هغه هم په ټولو ځایونو کې نه.
د سرپل د صیاد ولسوالۍ دغه اوسېدونکي وویل: «که حکومت وکړي چې په دې سیمه کې څاه وکني او د تصفیې ماشینونه ولګوي، ښايي پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړو.»
د سرپل د الجهاد ولسوالۍ د سرچغد کلي اوسېدونکي فضلاحمد په دې سیمه کې د ژوند سختیو ته په اشاره وویل، د دغه کلي اوسېدونکي کلونه کېږي چې خپلې د اړتیا وړ اوبه له ډنډونو راوړي او دغه ډنډونه یوازې په ژمي او پسرلي کې په باران او واورو له اوبو ډکېږي.
خو فضلاحمد وايي: «د حوضونو اوبه یا وچې شوې او یا دومره ناپاکي شوې چې نور د څښلو نه دي.»
هغه زیاته کړه: «زموږ د کلي اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو سرچینو له وچېدو وروسته یا اړ شوي چې له سیمې ووځي او نورو ځایونو ته لاړ شي او یا هم د خپلو اړتیا وړ اوبو تامینولو لپاره له ۴۰ کیلومتر لرو سیمو څخه اوبه راوړي او په ځينو موادو کې اړ یو چې د اوبو یوه ۲۰ لېتره بوشکه په ۲۰ افغانیو وپېرو.»
فضلاحمد ټینګار کوي چې یاده ولسوالۍ کې د ځمکې لاندې اوبه نشته چې څاه وکیندل شي او که حکومت ژر تر ژره د څښاک پاکو اوبو برابرولو لپاره کوم اقدام ونه کړي، ټول خلک به اړ شي چې خپلې سیمې پرېږدي.
محمدیعقوب رشیدي، د الجهاد ولسوالۍ د پستهلي کلي اوسېدونکی دی. هغه وايي چې د دې سیمې اوسېدونکو په تېرو کلونو کې د څښاک اوبه له هغو حوضونو چې د باران او واورو څخه ډکېږي، برابرولې.
د هغه په وینا، پخوا به په وچکالیو کې ځینو مرستندویه موسسو د ټانکرونو په وسیله خلکو لپاره اوبه رسولې، خو سږ کال د وچکالۍ سربېره تر اوسه څه مرسته نه ده شوې.
هغه وايي، خلک باید د اوبو یوې ۲۰ لېتره بوشکې پېرلو لپاره ۲۰ افغانۍ ورکړي؛ هغه لګښت چې د ډېرو کورنیو لپاره لوړ دی.
هغه وايي چې د هغوی د کلي او د ولایت تر مرکزه ډېر واټن د اوبو برابرولو لپاره تګ راتګ سخت کړی دي.
نوموړی پر دې باور دی، که حکومت په یاده سیمه کې چې په ۲۰ متره ژوروالي کې یې تروې اوبه شته، ژورې څاګانې وکیندې او د اوبو تصفیې ماشینونه ورته ولګوي، د څښاک پاکو اوبو ته به د لاسرسي ستونزه په کلي کې د تل لپاره حل شي.
الجهاد ولسوالۍ کې د شیرم کلي اوسېدونکی غلامحضرت هم په خپل اوسېدو ځای کې د څښاک پاکو اوبو له اندېښمنونکې وضعیت څخه یادونه کوي.
هغه وویل چې سږ کال ورښتونه د نورو کلونو په پرتله کم و او هغه ډنډونه چې د باران په اوبو ډکېدل، دا ځلې ډک شوي نه دي او له همدې امله هغه اوبه چې اوس یې په اختیار کې لري، نه یوازې کمې، بلکې ناپاکې دي او د څښاک وړ نه دي.
د هغه په وینا، د سیمې په ځینو ځایونو کې په ۱۰ یا ۱۵ متره ژوروالي کې تروې اوبه پیدا کېږي، خو ان همدغه اندازه هم په ټولو ځایونو کې نشته. غلام حضرت وايي، ډېری اوسېدونکي د اړتیا وړ اوبو برابرولو لپاره اړ دي په مرکب د سرپل ولایت مرکز کې د سوزمهقلعه یا شیرابه درې پورې اوږده مزلونه وکړي.
هغه وایي چې د دې سیمې خلک د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي ستونزه سره مخ دي او له حکومته غواړي چې دې ستونزې ته پام وکړي او د څښاک پاکو اوبو برابرولو لپاره یوه حللاره ومومي.
د صیاد ولسوالۍ د علتو کلي یو اوسېدونکی زینالله وایي: «زموږ ماشومان د ښوونځي په ځای اوبو پسې ځي، دوه ساعته یې په تګ او دوه ساعته یې د بېرته راتګ، نه درس شته، نه تفریح فقط د ژوندي پاتې کېدو لپاره هڅې دي.»
د صیاد ولسوالۍ دغه اوسېدونکی وایي چې د دې ولسوالۍ ډېری سیمې د اوبو د نشتوالي له ستونزو سره مخ دي او له حکومته غواړي چې په یوې داسې طرحې دې کار وکړي چې خلک په دایمي ډول د څښاک اوبو ته لاسرسی ومومي.
د سرپل د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس داملا جمعه حقیار د دغه ولایت په صیاد او الجهاد ولسوالیو کې د اوبو د کمښت ستونزه «اتیا او سل په سلو کې» یادوي.
د هغه په خبره، پخوا به خلکو ته د یونیسف په همکارۍ د ټانکرونو له لارې اوبه برابرېدې، خو سږ کال دا مرستې هم بندې شوې دي.
هغه وایي: «د صیاد ولسوالۍ اوسېدونکي اتیا سلنه او د الجهاد ولسوالۍ سل سلنه د څښاک د پاکو له ستونزې سره مخ دي، دغو ولسوالیو کې اصلي ستونزه دا ده چې د ځمکې لاندې اوبه نهلري، یوازې د صیاد ولسوالۍ په ځينو سیمو کې د ځمکې لاندې تروې اوبه شته او د الجهاد ولسوالۍ خلک له هغو حوضونو استفاده کوي چې له واورې او د باران له اوبو ډکېږي، خو سږ کال د کمو ورښتونو له امله هغه حوضونه کې هم کافي اوبه ذخیره شوي نه دي.»
نوموړي وویل چې تېرو کلونو کې د یونیسف په همکارۍ خلکو ته د ټانکرونو له لارې اوبه رسېدې، خو سږ کال د یونیسف له خوا د دغه پروګرام ملاتړ نه کېږي، خلک یوه ۲۰ لېتره بشکه اوبه په ۲۰ افغانۍ اخلي.
د سرپل د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وایي چې یوه طرحه یې له یونیسف سره شریکه کړې چې له مخې به یې په کومو سیمو کې چې د ځمکې لاندې تروې اوبه شته، هلته به ژورې څاهګانې او د تصفیې دستګاوې نصبې شي، خو تر اوسه هیڅ عملي ګام نه دی اخیستل شوی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP