Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سرپل کې د قتل د دوو پېښو په تړاو دوه کسان نیول شوي

سرپل (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۴): د سرپل امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې یې د قتل له دوو جلا پېښو سره په تړاو دوه کسان نیولي دي.

د سرپل د امنیې قوماندانۍ ویاند حافظ نقیب‌الله علمیار پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د سرپل  ښار القاني سیمه کې یو کس د بل کس له خوا د چاقو په وسیله وژل شوی و چې قاتل د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

هغه وویل، د لومړنيو معلوماتو له مخې، دغه پېښه د کورنۍ شخړې په پایله کې رامنځته شوې ده او په اړه یې څېړنې روانې دي.

علمیار زیاته کړه: «په یوه بله پېښه کې چې تېره ورځ د دغه ولایت د مرکز اړوند قلعه سوخته کلي کې یو ۴۵ کلن کس په خپل کور کې د کلاشینکوف په مرمۍ وژل شوی و، د دې قضیې په تړاو هم یو کس د پولیسو له خوا نیول شوی دی.»

د هغه په خبره، د لومړنیو څېړنو له بشپړېدو وروسته به د لا ډېرو څېړنو په موخه د تورنو دوسیې عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.