Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د کونړ عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت د نهو ولسوالیو په لرو پرتو سیمو کې د لوموړي ځل لپاره ګرځنده روغتیایي خدمتونه پیل شول.
د کونړ سيمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د ۱۲.۹ میلیون افغانیو په لګښټ د یوه پله جوړولو چارې پيل شوې.
کونړ کې یو شمېر سوداګر وایي، د لومړي ځل لپاره یې له دغه ولایته هندوستان هېواد ته د څه باندې ۹۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۸ زره ټنه پیازو د لېږد لړۍ پیل کړې ده.
د کونړ د وټهپور ولسوالۍ په کرمول سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۵ کلنه دښمني د قومي جرګې له لوري پر دوستۍ بدله شوه.
د کونړ د ځینو ولسوالیو یو شمېر کروندګر وايي، کرنیزې ځمکې یې د احتمالي سېلابونو له ګواښ سره مخ دي او غوښتنه کوي چې د دغو ځمکو د تخریب مخنیوي لپاره دې ورته استنادي دېوالونه، سربندونه او چکډیمونه جوړ شي.
د کونړ امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې د ۲۰۰ چهارتراش لرګیو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست کونړ ته د خپل سفر پر مهال له رسنیو سره خبرو کې وویل، اسعداباد کې ۲۰۰ بستریز روغتیایي کمپلېکس چې د تېر حکومت پر مهال یې د جوړولو چارې نیمګړې پاتې وې چې ډېر ژر به بېرته پیل او بشپړې شي.
د کونړ د شیګل ولسوالۍ د شینګش غرنۍ سیمې اوسېدونکي شکایت کوي چې روغتون او سړک نهلري او خپل ناروغانو د څارویو په واسطه د ولسوالۍ تر مرکزه رسوي.
د نورستان ځایي مسوولین وایي، تېره ورځ د دغه ولایت وانټوایګل ولسوالۍ کې د اورلګېدنې له امله د کرونا ناروغۍ درملنې مرکز په بشپړ ډول سوځېدلی او د یوه ښوونځي ودانۍ زیانمنه شوې ده.
د کونړ د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري په دغه ولایت کې سلو بېسرپرسته او یتیمو نجونو ته د روزنې او پالنې په موخه روزنتون جوړ او پرانیستل شو.
د نورستان امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په وانټوایګل ولسوالي کې د دوو کلیو اوسېدونکو ترمنځ د څرځای پر سر وسلهواله نښته شوې چې په پایله کې یې دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د کونړ د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، اسعداباد ولایتي روغتون کې یې د لومړي ځل لپاره د پښتورګو، تریخي او مثانې عملیاتو خدمات پیل کړي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن